وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايس سي او هېوادونو  د مشرانو كونسل غونډې په موقع د بيلاروس صدر سره ملاقات٬ په بېلا بيلو څانګو كښې اړيكې لا مستحكمولو ته  اتفاق

  بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بيلاروس صرد اليګزينډر لوكاشينكو د  دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬صنعت٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او فني تربيت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته اتفاق وكړو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف بشكيك كښې د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)مشرانو كونسل غونډې په موقع د جمهوريه …

 

بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بيلاروس صرد اليګزينډر لوكاشينكو د  دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬صنعت٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او فني تربيت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته اتفاق وكړو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف بشكيك كښې د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)مشرانو كونسل غونډې په موقع د جمهوريه بيلاروس صرد عالي اليګزينډر لوكاشينكو سره ملاقات وكړو ۔دواړو لارښودو د پاكستان او بيلاروس دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت او سياسي٬تجارتي٬اقتصادي٬دفاعي او كلتوري څانګو كښې په قوي مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه ۔دواړو لارښودو نومبر 2024 كښې  د صدر لوكاشينكو د پاكستان تاريخي دورې او د دغې نه پس اپريل 2025 كښې د وزيراعظم د بيلاروس يادګاري دورې ذكر كولو سره تجارت٬صنعت٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجي او د فني تربيت ترجيحي څانګو په توګه دوه اړخيزه مرستې لا مستحكمولو ته اتفاق وكړو ۔وزيراعظم د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو كونسل راتلونكې چيئرمېن په حېث د بيلاروس صدر ته راتلونكې كال د پاكستان دورې بلنه  هم وركړه۔دواړو لارښودو د پاكستان او بيلاروس ترمينځه د اوږدې مودې د ملګرتيا اړيكې نوې كچې ته رسولو لپاره د خپل شريك عزم او ارادې پخلے وكړو

مزید خبریں