اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل سره ګټور ملاقات وكړو۔ د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل پاكستان ته كال 2026-27 لپاره د تنظيم د چيئرمين شپ په سنبھالولو مباركي وركړه۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئرمين شپ په مهال د …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل سره ګټور ملاقات وكړو۔ د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل پاكستان ته كال 2026-27 لپاره د تنظيم د چيئرمين شپ په سنبھالولو مباركي وركړه۔ د خارجه دفتر له مخئ نائب وزيراعظم و خارجه وزير د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئرمين شپ په مهال د پاكستان د ترجيحات او مجوزه ټكلارې څخه سېكرټري جنرل خبر كړو٬سيكرټري جنرل د پاكستان د ترجيحات ملاتړ كولو سره باور وركړو چې د شنګھائي مرستې تنظيم سيكرټريټ به د پاكستان ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو كښې مكمل مرسته كوي۔ دواړو اړخو په دې خبره اتفاق وكړو چې د پاكستان د چيئرمين شپ په مهال به نزدې رابطه ٬ مشتركه هلې ځلې او مؤثر مرسته برقرار ساتلې شي۔ په ملاقات كښې خارجه سيكرټري آمنه بلوچ او د شنګھائي مرستې تنظيم لپاره نيشنل كوآرډينيټر محمد فيصل هم موجود وٶ











