بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په نوكچه، چاغي، زيارت كراس او پشين كښې د بېلو كارروائيو په مهال د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان د 21 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په كسټمز هاٶس د ترهګرۍ بريد كښې د كسټمز د 2 …
وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان د 21 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان په نوكچه، چاغي، زيارت كراس او پشين كښې د بېلو كارروائيو په مهال د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان د 21 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په كسټمز هاٶس د ترهګرۍ بريد كښې د كسټمز د 2 افسرانو او يو اهلكار پشمول د 6 مېړنو ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونې كولو سره ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې به زمونږ د ځوانانو قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت د بشپړه خاتمې عزم لري











