لوظ نامه به منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او  د مسلمانانو اتحاد مضبوط كړي ،  طاهر محمود اشرفي

  اسلام آباد۔01ستمبر (اے پي پي)د پاکستان علماء کونسل چیئرمین او د وزیراعظم د قامي پیغامِ امن کمیټۍ کوآرډینیټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د مكه مشتركه دفاع لوظ نامې ته د ادارہ جاتي شکل وركولو هر كلي كولو سره  دا منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد لپاره يو تاریخي او  مثبت پیش رفت ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ يو بیان كښې حافظ محمد طاهر …

 

اسلام آباد۔01ستمبر (اے پي پي)د پاکستان علماء کونسل چیئرمین او د وزیراعظم د قامي پیغامِ امن کمیټۍ کوآرډینیټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د مكه مشتركه دفاع لوظ نامې ته د ادارہ جاتي شکل وركولو هر كلي كولو سره  دا منطقه كښې امن، اجتماعي سلامتیا او د مسلمانانو اتحاد لپاره يو تاریخي او  مثبت پیش رفت ګرځولے دے ۔ د نهې په ورځ يو بیان كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي  په خاص توګه  ریاض كښې د مکه  لوظ نامې سیکرټریټ جوړولو او په  ابتدائي توګه دريو كالو لپاره د پاکستان نه  د سیکرټري جنرل  تعیناتي د ستئانې وړ ګام ګرځولو سره ووئېل  دې اقدام  سره به د پاکستان، سعودي عرب او د  ترکیه مشترکه عزم ته عملي شكل وركولو او دا په  مستقل مرستې بدلولو  لپاره مؤثر ادارہ جاتي نظام قائم شي ۔ ده ووئېل د دې تاریخي اقدام په پس منظر كښې د  سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او  چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر قیادت او  وژن څرګند دے  او  صدر رجب طیب اردوان او وزیراعظم محمد شهباز شریف  هم د دې فریم ورک مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم کردار ادا کړے دے ۔ ۔چیئرمین پاکستان علما ء کونسل ووئېل مکه  لوظ نامه د مسلمانې نړۍ لپاره هم يو پراخه تر مثبت پیغام  لري چې دغسې دا د اتحاد، اجتماعي قوت او  ادارہ جاتي مرستې   په توګه د  امن، استحکام او  جائز قامي مفادات تحفظ لپاره وكارولې شي ۔

 

مزید خبریں