د پارلیماني چارو  وفاقي وزير  اسلام آباد كښې د زيات باران نه پس د پیدا شوي صورتحال جاج اغستو له  د ځپلو سيمو دوره

  اسلام آباد۔01 ستمبر(اے پي پي)د پارلماني چارو وفاقي  وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري اسلام آباد كښې د ويات باران نه پس په د پیدا شوي صورتحال جاج اغستو له د  ځپلو  سيمو دوره وكړه  ۔  په دې موقع د ضلعې انتظامیه افسران او د  مسلم لیګ (ن) مقامي قیادت هم موجود  ؤ ۔ د دورې په مهال مختلف سيمو كښې د باران نه پس  په پېدا شوي صورتحال، د …

 

اسلام آباد۔01 ستمبر(اے پي پي)د پارلماني چارو وفاقي  وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري اسلام آباد كښې د ويات باران نه پس په د پیدا شوي صورتحال جاج اغستو له د  ځپلو  سيمو دوره وكړه  ۔  په دې موقع د ضلعې انتظامیه افسران او د  مسلم لیګ (ن) مقامي قیادت هم موجود  ؤ ۔ د دورې په مهال مختلف سيمو كښې د باران نه پس  په پېدا شوي صورتحال، د اوبو ويستلو په انتظامات او وګړو ته د پیښو ستونزو جاج واغستلے شو ۔ ده د اوبو لاندې سيمو نه او  په لارو كښې د ولاړو اوبو  د سمدستي ويستلو  سپارښتنه وكړه ۔د نهې په ورځ ایکس پوسټ كښې ده ووئېل د وګړو تګ راتګ بحال ساتلو او  اولس ته د هر ممكن آسانيو وركولو لپاره دې  ټول ضروري ګامونه واغستلې شي ۔ د زيات او تند باران له امله ځېنې سيمو  كښې د نالو  ډكېدو څخه  وګړي د ستونزو سره مخ شول  خو سي ډي اے، میونسپل کارپوریشن،  د اسلام آباد انتظامیه او نورې اړوند ادارې په  فیلډ كښې متحرک دي ۔ ضلعې انتظامیه ته  امر شوے چې  د اوبو ويستلو كار نور ګړندے  كړي او چرته چې اوبه ولاړې دي هلته په سمدستي  کارروائۍ كولو د وګړو ستونزې ختمې كړئ ۔ ده ووئېل ډپټي کمشنر او  چیف کمشنر سره پرله پسې  په رابطه كښې يم او د صورتحال پخپله نګراني کوم دغسې چې وګرو ته د پیښو مسائلو   په وخت حل باوري كړے شي   ۔ د مسلم لیګ (ن) مقامي قیادت  ته هم سپارښتنه شوې  چې هغوي د ضلعې انتظامیه سره  په ګډه  په ځپلو سيمو كښې موجود پاتي شي ، د وګړو مسائل  په ګوته كړي او د  انتظامیه په مرسته  د دغې سمدستي حل باوري كړي ۔

مزید خبریں