د امنيتي ځواكونو چاغي او پشين كښې ځوابي كاروائي٬ د هند ملاتړ لروكې  د فتنه الهندوستان او  د فتنه الخوارج 21 ترهه ګر ووژل شول

  پینډي 01 ستمبر (اے پی پی)امنيتي ځواكونو  د بلوچستان صوبې په چاغي او پشين ضلعو كښې د بيلو پېښو  په ځوابي كاروائيو كښې د  هند ملاتړ لرونكې د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج  21 ترهه ګر ووژل ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د 31 اګست او يكم ستمبر په شپه  د چاغي ضلعې په نوكچا سيمه او پشين ضلع  كښې …

 

پینډي 01 ستمبر (اے پی پی)امنيتي ځواكونو  د بلوچستان صوبې په چاغي او پشين ضلعو كښې د بيلو پېښو  په ځوابي كاروائيو كښې د  هند ملاتړ لرونكې د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج  21 ترهه ګر ووژل ۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي ايس پي آر)لخوا جاري شوي بيان له مخې د 31 اګست او يكم ستمبر په شپه  د چاغي ضلعې په نوكچا سيمه او پشين ضلع  كښې په زيارت  كراس سيمه كښې  د رامخې ته شوو  پیښو په مهال امنيتي ځواكونو په موثره ځوابي كاروائي كښې “د فتنه الهندوستان”او فتنه الخوارج هندي پراكيسز سره تعلق لرونكې 21 ترهه ګر ووژل۔ په 31 اګست  د “فتنه الهندوستان”سره تعلق لرونكو ترهه ګرو د قلنګ اغستو لپاره غېر قانوني پوستې جوړې كړې وې  او په اين -40 كوئټه٬تفتان هائي وے يې د مسافرو په امناكه ډول تګ راتګ كښې د خلل اچولو هڅه كوله ۔دغسې امنيتي ځواكونو په خپل سمدستي غبرګون او  د سختو ډزو په تبادله كښې 11 ترهه ګر ووژل۔د ترهه ګرو د قبضې څخه په لويې مقدار ك وسله٬چاوديدونكي توكي  هم برآمد شوي۔ 31 اګست او د  وړومبي ستمبر  په شپه  فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو ترهه ګرو كسټمز هاؤس ته د ننوتلو په هڅه كښې يو مربوط بريد وكړو ۔خو امنيتي ځواكونو په موثره ځوابي كاروائي او ډزو كښې 10 ترهه ګر ووژل۔د دغې نه علاوه  د تخښتېدونكو ترهه ګرو هم امنيتي ځواكونو تعاقب وكړو  او هغوي ته يې هم ځاني زيان ورسولو ۔په كسټمز هاؤس بريد د ترهه ګرۍ او د جرائم مظهر دے د كوم مقصد چې كسټمز چارواكي  د قانوني وظيفې ترسره كولو څخه منع كول او په سيمه كښې  د مجرمانه هلو ځلو تسلسل ممكن جوړول وو خو د ډزو  د تبادلې په مهال د هېواد 6 مېړنو زامنو د خپل ځان قرباني وركړه  او شهيدان شول چې پكښې دوه افسران او د كسټمز ډيپارټمنټ يو سركاري اهلكار شامل وو۔په لرې پرتو سيمو كښې “سينيټائزېشن عمليات روان دي دغسې چې د كوم هم ترهه ګر خاتمه وكړې شي او ځايې آبادۍ سره سره  د مهمو قامي سترو لارو تحفظ او سلامتيا باوري شي۔د نيشنل ايكشن پلان تر مخه د وفاقي ايپكس كمېټۍ    منظور شوي “عزم استحكام”وژن مطابق به د ترهه ګرۍ په ضد كمپائن  د عزم او استقلال سره روان وي۔  آئي ايس پي آر ووئيل  امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكې ادارې د هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ كښې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره عزم لري۔

 

مزید خبریں