پاكستان به د ايس سي او  چيئرمين شپ “وژن په عمل بدلولو: رابطه كاري، جدت او د مشتركه خوشحالۍ”  تر مخه وړاندې بوځي۔ د وزيراعظم شهباز شريف

  بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  ايس سي او به د پرمختګ او مضبوطيا نوې منزلونه سر كوي او خپل د درې اربه نه د زيات اولس ژوند كښې به معنې لرونكے او مثبت ښه والے راولي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس بيان كښې وزيراعظم ووئيل زه په دې خبره وياړ لرم چې ما ته د پاكستان لخوا كال 2027 لپاره د …

 

بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  ايس سي او به د پرمختګ او مضبوطيا نوې منزلونه سر كوي او خپل د درې اربه نه د زيات اولس ژوند كښې به معنې لرونكے او مثبت ښه والے راولي۔ د نهې په ورځ خپل اېكس بيان كښې وزيراعظم ووئيل زه په دې خبره وياړ لرم چې ما ته د پاكستان لخوا كال 2027 لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د چيئرمين شپ سنبھالولو په موقع په بشكيك كښې د ايس سي او كونسل آف هيډز آف سټيټ غونډې ته د وېنا اعزاز ترلاسه شو٬ ده د مشرانو غونډې په كاميابه تابيا او د تنظيم په ځانګړې مشري كولو كرغز جمهوريه له مباركي وركړه۔  ده ووئيل  د شنګھائي سپرټ په لارښونه كښې  ايس سي او د تېرو 25 كالو په مهال د سيمه ايزې مرستې د يو مهم فورم په توګه رامخې ته شوے ۔ وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د بلها قربانيو ذكر كولو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې د ترهګرۍ په هر شكل او صورت غندنه پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل  ما د اېس سي او غړو هېوادونو ته ورياد كړې چې اوبه زمونږ د منطقې د ساه رګ دے او دا كله د وسلې په توګه استعمالول نه دي پكار او د مشتركه آبي وسائلو په اړه د لوظنامو د روح له مخئ پالنه پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان به د ايس سي او  چيئرمين شپ “وژن په عمل بدلولو : رابطه كاري، جدت او د مشتركه خوشحالۍ” د عنوان له مخې وړاندې بوځي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې ايس سي او به د پرمختګ او مضبوطيا نوې منزلونه سر كړي او د خپل درې اربه نه زيات اولس په ژوند كښې به معني لرونكے او مثبت ښه والے  راولي۔

 

مزید خبریں