نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بشكيك كښې د آرمينيا خارجه وزير سره وليدل

  بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د كونسل آف هېډز او سټېټ غونډې په موقع د آرمينيا خارجه وزير ارارات مرزويان سره وليدل۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاكستان او آرمينيا ترمېنځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د وړومبۍ سالګرې په موقع …

 

بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار  په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د كونسل آف هېډز او سټېټ غونډې په موقع د آرمينيا خارجه وزير ارارات مرزويان سره وليدل۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاكستان او آرمينيا ترمېنځه د سفارتي اړيكو جوړېدو د وړومبۍ سالګرې په موقع دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكې مثبت پېشرفت سره مخ په وړاندې بوتللو لپاره د عزم پخلے وكړو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں