نائب وزيراعظم په بشكيك كښې د چين خارجه وزير سره وليدل، د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د كونسل آف هيډز آف سټيټ غونډې په موقع د عوامي جمهوريه چين خارجه وزير وانګ يي سره وليدل٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو خارجه وزيرانو …

 

بشكيك 01 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بشكيك كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د كونسل آف هيډز آف سټيټ غونډې په موقع د عوامي جمهوريه چين خارجه وزير وانګ يي سره وليدل٬ په دې موقع د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه په زړه پورې او دوستانه ماحول كښې خبرې وشوې۔ دوي د پاكستان او چين ترمېنځه په هر ازموئنه كښې قائم پاتې كېدو په تزويراتي مرستې اډانه د همكارۍ د عزم پخلے وكړو۔ دوي د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي د كال 2026 غونډې او د ملګرو ملتونو د راتلونكي سيكرټري جنرل انتخاب روان عمل هم شامل دے۔

مزید خبریں