بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډه د كرغزستان پايه تخت بشكيك كښې پېل شوې۔د نهې په ورځ غونډه كښې ګډون لپاره مركزي هال ته په راتګ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف تود هركلے وكړو۔په غونډه ګښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان نمائندګي كوي٬د غونډې څخه وړاندې د غړو هېوادونو مشرانو ګروپ فوټو اویستلو ۔په غونډه ګښې به …
د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډه د كرغزستان پايه تخت بشكيك كښې پېل شوه ٬پاكستان به د ايس سي او هېوادونو د مشرانو كونسل مشري سنبهالوي

مزید خبریں
بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډه د كرغزستان پايه تخت بشكيك كښې پېل شوې۔د نهې په ورځ غونډه كښې ګډون لپاره مركزي هال ته په راتګ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف تود هركلے وكړو۔په غونډه ګښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان نمائندګي كوي٬د غونډې څخه وړاندې د غړو هېوادونو مشرانو ګروپ فوټو اویستلو ۔په غونډه ګښې به پاكستان کال 27-2026 لپاره د شنګهائي مرستې تنظيم هېوادونو د مشرانو كونسل مشري سنبهالوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف به شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې ته خطاب كوي او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔دغسی وزيراعظم به د ايس سي او پلس په غونډه كښې هم ګډون كوي۔وزيراعظم د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د ګډون كوونكو هېوادونو مشرانو سره به دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ملاقاتونو كښې به په شريكو اړيكو .٬تجارت او سرمايه كاري٬سيمه ايزی مرستې او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔وزيراعظم به د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره هم ملاقات كوي٬ملاقات كښې به د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلې شي۔











