بشکيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم نړيوال امن او استحكام لپاره مهم پلېټ فارم ګرځولو سره وئيلي دي ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، پاکستان د ايس سي او فعاله او ذمه وار غړے دے، مونږ د شخړو سوله ايز هواري لپاره د نړيوال قانون له مخې د ملګرو ملتونو او د ايس سي …
ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، د مکه مشترکه دفاعي تړون د سيمه ايز امن په اړه زمونږ د شریک عزم څرګندونه ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ايس سي او د مشرانو كونسل غونډې ته وېنا

مزید خبریں
بشکيك 01 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم نړيوال امن او استحكام لپاره مهم پلېټ فارم ګرځولو سره وئيلي دي ايس سي او د مشترکه چيلنجونو مخنيوي لپاره د اجتماعي عزم علامت دے، پاکستان د ايس سي او فعاله او ذمه وار غړے دے، مونږ د شخړو سوله ايز هواري لپاره د نړيوال قانون له مخې د ملګرو ملتونو او د ايس سي او چارټر د لارښونې په هدايات په سختۍ سره عمل كولو لپاره عزم لرو٬ پاکستان د سيمه ايزو بحران په مهال امن لپاره موثره كردار لوبولے دے٬ مکه مشترکه دفاعي تړون خپلواكۍ، سيمه ايزی سلامتیا، اجتماعي سلامتيا او د سيمه ايز امن په اړه زمونږ د مشتركه عزم څرګندونه ده، پاکستان سوله ايز، مستحکم او خوشحال افغانستان له خوښي لري٬ تر څو چې ترهګر افغان خاوره د پاکستان او نورو ګاٶنډي هېوادونو باندی بريدونو٬ د بې ګناه وګړو قتل لپاره استعمالوي٬ په منطقه كښې به كله هم امن رانشي، بايد نړيواله ورورولي د فلسطين اولس پشمول ټولو مظلومو قامونو له د خپلواكۍ حق لپاره خپل لوظ ترسره كړي،اوبه زمونږ د راتلونكي كول سباون خوندې كوي٬ بايد دا كله هم د وسلې په توګه استعمال نه كړی شي، پاکستان به سماجي تحفظ لا قوي كولو او د ايس سي او په منطقه كښې جامع او د تل پاتې پرمختګ ودې لپاره خپلې هڅې روانی ساتي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بشکيك په ښائسته ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو تاريخي غونډه كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده او په زړه پورې كوربتوب او کنفرنس لپاره په غوره انتظامات صدر صادر ژاپاروف او د ھغه د ډلې مننه كوم، جمهوريه کرغزستان ته د ايس سي او چيئرمين شپ موده په كاميابۍ سره په ترسره كولو او د ايس سي او هېوادونو ترمېنځه عملي مرستې لپاره په موثره كردار مباركي وركوم۔











