نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون لپاره بشكيك ته ورسېد

  بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)هېوادونو سر مشریزه غونډه او د ايس سي او پلس مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د كرغزستان پايه تخت بشكيك ته ورسېد چرته چې هغه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې تلونكې پاكستاني پلاوي كښې شامل شو۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم …

 

بشكيك 01 ستمبر (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګهائي مرستې تنظيم(ايس سي او)هېوادونو سر مشریزه غونډه او د ايس سي او پلس مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره د كرغزستان پايه تخت بشكيك ته ورسېد چرته چې هغه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې تلونكې پاكستاني پلاوي كښې شامل شو۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان او د قامي دفاع وزير ياشار ګولر سره بشكيك ته رسېدلې كوم به چې  د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره د ايس سي او مصروفیات كښې ګډون كوي۔بشكيك ته په رسېدو نائب د وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار هركلے د جمهوريه كرغزستان نائب خارجه وزير ميدر اباكيروف٬د تركيې سفير ډاكټر ميكين مصطفٰی كمال اوكم٬كرغزستان كښې د پاكستان سفير التمش وزير خان٬ډائرېكټر جنرل حسن علي ضيغم او د كرغزستان خارجه وزارت اعلٰی چارواكو  وکړو

مزید خبریں