د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په ترکیه كښې د اعلیٰ كچې ملاقاتونه ، په دوه اړخيزه  دفاعي مرستې او د سيمه ايزې سلامتيا  په وضعه خبېرې

پنډۍ ۔31اګست  (اے پي پي) چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیه  سرکاري دورې په مهال استنبول كښې د  اعلیٰ كچې ملاقاتونه  وكړل ۔ په دې  ملاقاتونو  كښې د شرېكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه  دفاعي مرستې او  د سيمې  په امنيتي  صورتحال خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ  د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې( آئی ایس پی …

پنډۍ ۔31اګست  (اے پي پي) چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ترکیه  سرکاري دورې په مهال استنبول كښې د  اعلیٰ كچې ملاقاتونه  وكړل ۔ په دې  ملاقاتونو  كښې د شرېكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه  دفاعي مرستې او  د سيمې  په امنيتي  صورتحال خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ  د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې( آئی ایس پی آر) نه جاري بیان  ترمخه  چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سعودی عرب دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د ترکیه  خارجه وزیر هاکان فیدان،  د ترکیه  د قامي دفاع  وزير یاسر ګلر او د چیف آف ترک جنرل سټاف جنرل سلچوک بایراکتار اوغلوسره  جلا جلا  ملاقاتونه وكړل  ۔ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې  په چارو ، دوه اړخيزه دفاعي مرستې او د سيمې د سلامتيا  په وضعه خبرې وشوې  ۔چیف آف آرمي سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز د مکه مشترکه دفاعي لوظ نامې تر مخه د جوړې  سټریټجک سیاسي و دفاعي کمیټۍ په غونډه كښې هم ګدون وكړو  چې پكښې پاکستان، ترکیه او  سعودي عرب شامل دي ۔  د دريو واړو   هېوادونو د سټریټجک روابط او د دفاعي مرستې لا مضبوطولو  لپاره د مختلف اقدامات او امکانات جاج  واغست۔  د دې ملاقاتونو او  غونډو څخه  پاکستان، سعودي عرب او د ترکیه تر مينځه د ورورولۍ اړيكو او د زياتېدونكې   سټریټجک و دفاعي مرسېتې عکاسي كېږي ۔

مزید خبریں