اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د استنبول يوه ورځنۍ دوره ترسره شوې چرته چې دوي د دفاع وزير خواجه محمد آصف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مکه جوائنټ ډيفنس ايګريمنټ له مخې د جوړې كړې ستراتېژك سياسي و دفاعي کميټۍ په پرانستې غونډه كښې ګډون وكړو ۔ …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د استنبول يوه ورځنۍ دوره ترسره شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د استنبول يوه ورځنۍ دوره ترسره شوې چرته چې دوي د دفاع وزير خواجه محمد آصف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د مکه جوائنټ ډيفنس ايګريمنټ له مخې د جوړې كړې ستراتېژك سياسي و دفاعي کميټۍ په پرانستې غونډه كښې ګډون وكړو ۔ د استنبول دورې په مهال نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ترکيه خارجه وزير حاکان فيدان سره هم دوه اړخيزه ملاقات وكړو ٬ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د ترکيه خارجه وزير حاکان فيدان او د قامي دفاع وزير ياشار ګولر سره د استنبول نه بشکيك لپاره ته شوي دي۔ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار، وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاکستان پلاوي سره به د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د کونسل آف هيډز آف اسټيټ غونډه او د ايس سي او پلس مشرانو غونډه كښې ګډون كوي٬ دوي به په بشکيك كښې وزيراعظم سره په بېلو مهمو مصروفياتو كښې ملګرتيا كوي چې پكښې په 2 ستمبر د کرغزستان صدر صادير ژاپاروف سره د پاکستان او کرغزستان اړيكو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې لا قوي كولو په تګلارو دوه اړخيزه خبرې اتېر هم شاملې دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه کرغزستان سرکاري دوره به 31 اګست نه تر 2 ستمبر روانه وي ٬ په دې موقع به پاکستان 2026-27 لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د کونسل آف هيډز آف اسټيټ چيئرمين شپ هم سنبھالوي











