وزيراعظم  شهباز شريف د ايس سي او مشرانو غونډې په موقع د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره ملاقات، د پاکستان او ايران ترمېنځه د نزدې او تل پاتي اړيكو پخلے

بشکيك 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان د پاکستان او ايران ترمېنځه د نزدې او تل پاتي اړيكو پخلي كولو سره په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د لا مستحكم كولو په اهميت زور راوړے دے۔ د ګل په  ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه کرغزستان …

بشکيك 31 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان د پاکستان او ايران ترمېنځه د نزدې او تل پاتي اړيكو پخلي كولو سره په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د لا مستحكم كولو په اهميت زور راوړے دے۔ د ګل په  ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه کرغزستان په پلازمينه بشکيک كښې د شنګھائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په موقع د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سره وليدل٬ په تود هر كلي او دوستانه ماحول كښې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاکستان او ايران ترمېنځه نزدې او اوږدې مودې اړيكو پخلي كولو سره په ټولو څانګو كښې  د دوه اړخيزه اړيكو د لا مستحكمولو د اهميت ذكر وكړو ۔ دواړو مشرانو په دې لړ كښې سږ كال جون كښې د صدر پزشکيان د پاكستان دورې په مهال په شوو پرېكړو د عملدرامد په اهميت هم زور راوړو٬ دواړو مشرانو د سيمه ايزو روابطو ودې او په اولسي كچه روابط  لا زياتولو لپاره د روانو هلو ځلو جاج هم واخست٬ په ملاقات كښې په سيمه ايز صورتحال كښې په شوي تازه پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به په منطقه كښې امن لپاره خپلې په زړه پورې هلې ځلې روانې ساتي۔ ده ووئيل  د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د تهران اوسنۍ دورې او د دوي د ګټورو روابطو څخه د ښه نيتجو اميد لرو ۔ وزيراعظم په منطقه كښې تل پاتې امن او استحکام ترلاسه كولو لپاره په تحمل، ضبط و برداشت او مسلسل د سفارتي رابطو په اهميت زور راوړو۔ ده د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت  له مخئ د شوې مفاهمت مخ په وړاندې بوتللو په ضرورت هم زور راوړو۔ ده ووئيل په منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره دا يوازنۍ د عمل وړ لاره ده۔ صدر ډاکټر مسعود پزشکيان سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاکستان د مسلسل سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ايران صدر د دواړو هېوادونو اړيكو په تل پاتې مضبوطيا رڼا اچولو سره ووئيل  د دواړو هېوادونو اړيكې په پېړيو اډانه مشترکه تاريخ، كلتور او د مذهب په مضبوطو بنيادونو اډانه دي۔ ده په بېلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د تهران د بشپړ خواهش پخلے وكړو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر ډاکټر مسعود پزشکيان ته د هغوي د سهولت له مخې زر تر زره د پاکستان د سرکاري دورې بلنه هم وركړه٬ دغسې د ايران صدر هم وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په دسمبر 2026 كښې په تهران كښې د كېدونې اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) مشرانو غونډه كښې د ګډون بلنه وركړه۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير عطاء الله تارړ، خاص مستيال سيد طارق فاطمي او خارجه سيکرټري سفير آمنه بلوچ، د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او نور لوړ پوري هم موجود وٶ۔

مزید خبریں