لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د اټاليه سفير وليدل

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او اټاليه اړيكې لا قوي كولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل  د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، زراعت، د افرادي قوت نقل و حرکت او د اولسي روابطو په څانګو كښې دې مرسته لا قوي كړې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او اټاليه اړيكې لا قوي كولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل  د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کاري، زراعت، د افرادي قوت نقل و حرکت او د اولسي روابطو په څانګو كښې دې مرسته لا قوي كړې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې لنډ مهاله صدر د دې خيالاتو څرګندونه د اټاليه سفير يوګو چيئرلاتاني سره كړې چا چې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پاکستان اټاليه سره د دوستۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريك احترام او په بېلو څانګو كښې په زياتېدونكې مرسته اډانه دي۔ ده د پاکستان او اټاليه اړيكې د لا قوي كولو په ضرورت هم زور راوړو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں