اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) امريکا، چين او په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان پخواني سفير سردار مسعود خان وئيلي دي نړۍ د واكمنۍ زيات جامع٬ منصفانه او موثره نړيوال نظام ته ضرورت لري٬ كوم چې د رامخې ته كېدونكې جغرافيائي سياسي حقيقتونو عكاسي وكړي او ګلوبل ساٶتھ ته معنې لرونكے غږ وركړي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کرغزستان په پايه تخت بشکيک كښې د اېس …
نړۍ د واكمنۍ زيات جامع نړيوال نظام ته ضرورت لري۔ مسعود خان

مزید خبریں
اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) امريکا، چين او په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان پخواني سفير سردار مسعود خان وئيلي دي نړۍ د واكمنۍ زيات جامع٬ منصفانه او موثره نړيوال نظام ته ضرورت لري٬ كوم چې د رامخې ته كېدونكې جغرافيائي سياسي حقيقتونو عكاسي وكړي او ګلوبل ساٶتھ ته معنې لرونكے غږ وركړي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کرغزستان په پايه تخت بشکيک كښې د اېس سي او مشرانو غونډې په حواله خپلې يوې مركه كښې مسعود خان ووئيل د دوېم نړيوال جنګ نه وروستو جوړ شوے نړيوال نظام د زيات شوي جغرافيائي تاٶ تريخوالي، د بلاکس سياست او د حل طلب شخړو له امله غير معمولي چيلنجز سره مخ دے ۔ ده ووئيل د چين ګلوبل ګورننس انيشي ايټو (جي جي آئي) يو جامع، ګڼ مرکزي او د ګڼ اړخيزه نظام وژن وړاندې كوي۔ ده ووئيل نړۍ د حكمرانۍ زيات جامع٬ منصفانه او موثره نړيوال نظام ته ضرورت لري٬ كوم چې د رامخې ته كېدونكو جغرافيائي سياسي حقيقتونو عكاسي وكړي او ګلوبل ساٶتھ ته معنې لےونكے غږ وركړي











