پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارۍ زياتېدل په معاشي بحالۍ د باور ثبوت دے ۔ خرم شهزاد

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزيرسلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د سعودي ګروپ لخوا پاکستان كښې د سرمايه کارۍ دائره کار پراخه كول د پاکستان په معاشي بحالۍ، ډھانچه جاتي اصلاحات او د سرمايه کارۍ په صلاحيتونو د سعودي عرب د شخصي څانګې د زياتېدونكې  او  غېر متزلزل باور ښكار ثبوت دے۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل د سعودي عرب …

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزيرسلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د سعودي ګروپ لخوا پاکستان كښې د سرمايه کارۍ دائره کار پراخه كول د پاکستان په معاشي بحالۍ، ډھانچه جاتي اصلاحات او د سرمايه کارۍ په صلاحيتونو د سعودي عرب د شخصي څانګې د زياتېدونكې  او  غېر متزلزل باور ښكار ثبوت دے۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پېغام كښې ده ووئيل د سعودي عرب نوموړې کاروباري ادارې آسياد ګروپ د پاکستان په معاشي سباٶن د خپل ژور او د اوږدې مودې باور څرګندونې كولو سره په هېواد كښې د سرمايه کارۍ دائره کار د لا پراخه كولو اعلان كړے دے٬ ګروپ د توان، هوا بازۍ او مالياتي څانګو كښې د سرمايه کارۍ نوو موقعو لټولو لپاره چمتوالے نيولے دے  ۔ ده ووئيل  د ګروپ چيف ايګزيکټو آفيسر غسان احمد آمودي او د پاکستان د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب ترمېنځه د لوړې كچې ملاقات په اړه په مهمو چارو خبرې شوې دي۔

مزید خبریں