پېنډۍ 31 اګست (اے پي پي) د ترکيه د يومِ فتح (زَفَر بايرامي) په موقع آئي ايس پي آر خاص نغمه "دو دل ايک جان" جاري كړه ۔ تفصيلات له مخې د نغمې ريليز كولو نه وروستو نغمې ته د ترکيه مهمو ډيجيټل او سوشل ميډيا پليټ فارمز باندې بشپړه ډاډګيرنه ترلاسه كېږي۔ د ترکيه خپرونو نوموړې ادارې ټي آر ټي نيټ ورك سوشل مېډيا د نغمې په اپ لوډ …
دو دل ايک جان، آئي ايس پي آر د پاکستان ترکيه دوستۍ ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره خاص نغمه جاري كړه

مزید خبریں
پېنډۍ 31 اګست (اے پي پي) د ترکيه د يومِ فتح (زَفَر بايرامي) په موقع آئي ايس پي آر خاص نغمه “دو دل ايک جان” جاري كړه ۔ تفصيلات له مخې د نغمې ريليز كولو نه وروستو نغمې ته د ترکيه مهمو ډيجيټل او سوشل ميډيا پليټ فارمز باندې بشپړه ډاډګيرنه ترلاسه كېږي۔ د ترکيه خپرونو نوموړې ادارې ټي آر ټي نيټ ورك سوشل مېډيا د نغمې په اپ لوډ كوول سره د دواړو هېوادونو په كلتوري اړيكو رڼا اچولې٬ د ترکيه نوموړې خبر رسنې ايجنسۍ انادولو په بېلو ژبو كښې په ډيجيټل پليټ فارمز د نغمې كلتوري وړاندېز ستائيلے۔ د تركيه نوموړو ورځپاڼو شَفَق او صباح په ډيجيټل پليټ فارمز د ويډيو په رامخې ته كولو د پاك تركيه په كلتوري امتزاج رڼا اچولې، يوټيوب، ايکس، انسټا ګرام او په ټک ټاک د نغمې مختصر کلپس، په خاص توګه د پاك ترکيه روايتي سازونو امتزاج ته ځانګړې ډاډګيرنه ترلاسه شوې۔ “دو دل ايک جان” ښائسته پيشکش د پاکستان او ترکيه د مضبوطې اولسي، كلتوري او د ورورولۍ خپلولۍ عكاس ګرځېدلے دے۔











