لاهور۔31 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په درې ورځنۍ دوره د كرغزستان پلازمينه بشكيك ته روان شو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي او په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ دې سره سره وزیراعظم به د اېس سي او پلس سرمشريزه غونډه …
وزيراعظم شهباز شريف په درې ورځنۍ دوره كرغزستان ته روان شو

مزید خبریں
لاهور۔31 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په درې ورځنۍ دوره د كرغزستان پلازمينه بشكيك ته روان شو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د شنګھائی مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي او په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔ دې سره سره وزیراعظم به د اېس سي او پلس سرمشريزه غونډه او د ورلډ نومېډ ګېمز پرانستې دستوره كښې هم ګډون كوي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې د ګډون كوونكو هېوادونو مشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي په كومو كښې به چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ سيمه ايزه مرسته او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې كولې شي۔ وزیراعظم به د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره دوه اړخيزه ملاقات كوي۔ په ملاقات كښې به د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستلے شي۔ د كرغزستان دورې په موقع به تجارت او سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سيمه ايز تړون ٬ زده كړو ٬ سېلګرۍ او اولسي رابطو ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ وفاقی وزيران جام كمال خان ٬ عبد العليم خان او عطا تارړ هم وزيراعظم سره ملګري دي











