اسلام آباد ۔30 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د پاملرنې او څارنې له امله د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د کرنې څانګه كښې همكارۍ لپاره مهم پېشرفت شوې دې٬ دواړو هېوادونو په رارونو دوو کلونو کښې سعودي عربستان ته د پاکستان د کرنیزو او غذایي محصولاتو صادرات3 اربه ډالرو ته د رسولو عزم تكرارولو سره د لائيو سټاك ٬ اېګري فوډ پراسېسنګ او د وريژو وېليو …
د وزیراعظم د ذاتي پاملرنې او څارنې له امله د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د کرنې برخه كښې همكارۍ لپاره مهم پېشرفت

مزید خبریں
اسلام آباد ۔30 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د پاملرنې او څارنې له امله د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د کرنې څانګه كښې همكارۍ لپاره مهم پېشرفت شوې دې٬ دواړو هېوادونو په رارونو دوو کلونو کښې سعودي عربستان ته د پاکستان د کرنیزو او غذایي محصولاتو صادرات3 اربه ډالرو ته د رسولو عزم تكرارولو سره د لائيو سټاك ٬ اېګري فوډ پراسېسنګ او د وريژو وېليو چېن څانګو كښې همكارۍ لپاره د رابطه كارۍ په جاري ساتلو اتفاق كړې دې او سعودي عربستان پاكستان څخه د سرې غوښې درآمد يو په دوه كولو او د ورويژو دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔
د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په ذاتي خوښه د سعودي د ماحوليات ٬ اوبو او كرنې وزير او د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ترمينځه كامياب مذاكرات وشول۔ مذاكراتو څخه وروستو د پاكسان او سعودي عر بستان ترمينځه د غذائي تحفظ همكارۍ ته د ودې وركولو حوالې سره ګډه اعلاميه جاري كړی شوه۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي چې د پاكستاني حكومت په بلنه د ماحوليات ٬ اوبو او كرنې وزير انجينئر عبد الرحمن اے الفضلي په مشرۍ كښې سعوديپلاوي 26 څخه تر 28 اګست د اسلام آباد دوره وكړه۔ پلاوي وزيراعظم سره ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په ممكنه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاكستان لخوا د پلاوي مشري د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وكړه۔ د دورې په مهال دواړو اړخونو كال 1947ء څخه د روانو پاك سعودي تاريخي اړيكو پخلې وكړو۔ د دواړو لخوا د سعودی عرب وژن 2030 ء لاندې د غذائي تحفظ ترجيحات او د پاكستان د كرنې او غذائي برآمدي څانګې سره پياوړې همكاري په ډاګه كړې شوه۔ دواړو اړخونو دي دورې په نتيجو د اطمينان څرګندونه وكړه او د تفاهم لوظنامې عملي كولو له يۍ د رابطې په جاري ساتلو اتفاق وكړو۔











