بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي دې هېواد كښې سرمايه كاري وكړي٬ پاكستان په نړيواله كچه سفارتي ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي:د نائب وزيراعظم اسحاق ډار پاكستانۍ كميونټۍ ته خطاب

لندن۔29اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي دې هېواد كښې سرمايه كاري وكړي٬ پاكستان په نړيواله كچه سفارتي ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي٬ د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان شوې دې٬ د برطانيې دوره زياته مثبته او كاميابه پاتې شوه۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه په لندن كښې پاكستانۍ كميونټي ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل …

لندن۔29اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي دې هېواد كښې سرمايه كاري وكړي٬ پاكستان په نړيواله كچه سفارتي ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كوي٬ د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان شوې دې٬ د برطانيې دوره زياته مثبته او كاميابه پاتې شوه۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه په لندن كښې پاكستانۍ كميونټي ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د امريكا او ايران په شخړه كښې بشپړه سفارتي هڅې وكړې او د دواړو هېوادونو يو مېز ته رواستلو كښې يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل پاكستان په نړيواله كچه يو مهم مقام ترلاسه كړے دے٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو تېر كال د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل برطانوي چارواكو دوه اړخيزه اړيكې په لا مضبوطولو اتفاق شوې دې۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت اوس مستحكم شوې دې٬ پالېسي رېټ 22 فيصد څخه كمېدو سره 11 فيصد ته راغلې دې۔ ده ووئيل معاشي استحكام څخه وروستو اوس حكومت پام پرمختګ او شرح نمو پلو ګرځولې دې۔ ده په دولت مشتركه كښې د اصلاحاتو په حاجت زور راوړو۔ دې سره سره پاكستان دولت مشتركه هېوادونو ته په موسمياتي بدلون قابو موندلو له د همكارۍ پېشكش كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان د كال 2017 معاشی اشاریو پلو بوتلل دي۔ ده زياته كړه چې زمونږ هدف پاكستان د نړۍ 24 م لوې معيشت جوړول او په جي 20 كښې شاملول دي۔ ده ووئيل پاكستان د ډيفالټ كېدو خطر څخه وتلې دې ٬ د زرمبادلې زېرې ښې شوي دي او ګراني 30 فيصد څخه كمېدو سره سنګل ډېجټ ته راغلې ده۔ اوورسیز پاکستانیان د هېواد لويه اثاثه ګرځولو سره نائب وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ترسيلات زر د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔  نائب وزیراعظم ووئيل د اوورسیز پاکستانیانو ترسيلات زر د كار 40 اربه ډالرو څخه زيات شوي دي۔ ده په هغوي زور راوړو چې هغوي هېواد كښې سرمايه كاري وكړي او د ډيجيټل اكاؤنټ د لارې پاكستان ته رقوم راولېږي۔ ده ووئيل  د پاكستان په سفارتكارۍ او معيشت كښې مثبت بدلون رامخې ته شوې دې۔ يو شمېر هېوادونه پاكستان سره كار كولو كښې خوښي لري او پاكستان له بېلو هېوادونو څخه بلنې ترلاسه كيږي۔

 

مزید خبریں