اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم خلاف د افغانستان فریډم فرنټ لا متحرک شو ، په بېلا بېلو ولايتونو كښې د تېرې يوې مياشت په مهال 21 لويې کارروائۍ شوي دي ۔ تفصیلات تر مخه د افغان طالبان رجیم جابرانه تسلط په ضد افغانستان كښې سیاسي و وسله والو مزاحمتي تحریکونو شدت اختیار کړے دے ، افغانستان كښې د طالبان رجیم مخالف وسله وال مزاحمتي تحریک …
د افغان طالبان رجیم خلاف د افغانستان فریډم فرنټ لا متحرک شو ، بېلا بېلو ولايتونو كښې د يوې مياشت په مهال 21 لويې کارروائۍ

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) د افغان طالبان رجیم خلاف د افغانستان فریډم فرنټ لا متحرک شو ، په بېلا بېلو ولايتونو كښې د تېرې يوې مياشت په مهال 21 لويې کارروائۍ شوي دي ۔ تفصیلات تر مخه د افغان طالبان رجیم جابرانه تسلط په ضد افغانستان كښې سیاسي و وسله والو مزاحمتي تحریکونو شدت اختیار کړے دے ، افغانستان كښې د طالبان رجیم مخالف وسله وال مزاحمتي تحریک افغانستان فریډم فرنټ په يوه مياشت كښې د کارروائیو تفصیلات رامخې ته شول ۔ حریت خوښي وسله وال تحریک افغانستان فریډم فرنټ د طالبان رجیم خلاف د 23 جولائي نه تر 22 اګست 21 کاروائۍ کړي ، بدخشان ولايت د طالبان رجیم د مخالفو کارروائیو مرکز پاتي شو ، د زیباک او فیض آباد اطراف كښې د ګنو نښتو اطلاعات هم رامخې ته شوي دي ۔ د افغانستان فریډم فرنټ په آفیشل ایکس اکانټ جاري کړو تفصیلات تر مخه د بدخشان ولايت پشمول بغلان، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشیر كښې د طالبانو بېلا بېل امنيتي اهداف په نخښه كړے شوي٬ په وسله والو بريدونو كښې د افغان طالبانو په قافلو، پوستو ، پوځي سازوسامان، ډرونز او دفاعي تنصیبات په نخښه كړے شوي ٬ وسله والو بريدونو كښې کابل او د قندوز عسکري هوائې اډې هم په میزائل او راکټونو په نخښه كړے شوي ، دغسې په بېلو ډګرونو طالبان په وروستو تمبېدو مجبور کړے شوي او د هغو مهم دفاعي ځايونه هم په قبضه كښې اغستلې شوي ، د وسله والو بريدونو په نتیجه كښې ګن افغان طالبان وژلې او ژوبل شوي۔ د دفاعي پوهانو تر مخه د وسله والو مزاحمتي پاسونونو د اړخه د طالبان رجیم په پوځي قافلو، پوستو او دفاعي مراکز پرله پسې بريدونه د رجیم عسکري ګرفت کمزوري كولو او د مزاحمت زياتېدونكې اثرات څرګندوي ، د افغانستان فریډم فرنټ ، نیشنل ریزسټنس فرنټ او د افغانستان یونائیټډ فرنټ پشمول د نورو مزاحمتي ډلو کارروائیو كښې تندي د طالبان رجیم د زر تر زره خاتمې سبب ګرځي۔











