اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر د مسلم ليګ(ن)لارښود بيرسټر افتخار ګيلاني ته د آزاد كشمير 17م وزيراعظم په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن خپل پیغام كښې ووئيل بيرسټر افتخار ګيلاني د آزاد كشمير وزيراعظم په چوكۍ ټاكلے كېدل د جمهوري عمل او د اولس د باور څرګندونه ده٬هيله ده …
د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر افتخار ګيلاني ته د آزاد كشمير په وزيراعظم ټاكلے كېدو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر د مسلم ليګ(ن)لارښود بيرسټر افتخار ګيلاني ته د آزاد كشمير 17م وزيراعظم په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن خپل پیغام كښې ووئيل بيرسټر افتخار ګيلاني د آزاد كشمير وزيراعظم په چوكۍ ټاكلے كېدل د جمهوري عمل او د اولس د باور څرګندونه ده٬هيله ده چې هغه به خپل صلاحيتونه٬سياسي بصيرت او تجربې كارولو سره د آزاد كشمير پرمختګ٬خوشحالۍ او د اولس خېرښېګړې لپاره موثر كردار ادا كړي۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن نوې ټاكلي شوي وزيراعظم بيرسټر افتخار ګيلاني لپاره د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل لوي څښتن دې هغه له د نوو ذمه وارو په ښه دول ترسره كولو او د آزاد كشمير د اولس د خذمت توفيق وركړي۔











