اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د بلوچستان څخه تعلق لرونكې خبريال سميرا راجپوت اختر جان سر د خپل پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې بلوچستان كښې خبريالانو ته د ورمخې ته شوو مسئلو٬ د ميډيا ودې٬ميرمنو او ځوانانو خپلواكه كولو٬د روزګار موقعو او سماجي او معاشي پرمختګ پشمول په بيلو مهمو چارو په اړه تفصيلي …
د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر بلوچستان كښې د ميډيا٬ميرمنو او ځوانانو خپلواكه كولو لپاره د موثر اقدامات په ضرورت زور

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر سره د بلوچستان څخه تعلق لرونكې خبريال سميرا راجپوت اختر جان سر د خپل پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې بلوچستان كښې خبريالانو ته د ورمخې ته شوو مسئلو٬ د ميډيا ودې٬ميرمنو او ځوانانو خپلواكه كولو٬د روزګار موقعو او سماجي او معاشي پرمختګ پشمول په بيلو مهمو چارو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدا خان ناصر ووئيل صحافت د رياست مهمه ستن او د جمهوري ټولنې موثر غږ دے٬خبريالان اولس خبر ساتلو٬د ټولنې مسئلو په ګوته كولو او اولسي مسئلې تر اړوند فورمز رسولو كښې ځانګړے كردار ادا كوي۔ده ووئيل خبريالانو ته د پیښو مسئلو حل٬د هغوي د حقونو تحفظ او د خېرښېګړې باوري كول ضرورې دي كومو لپاره چې موثر او عملي اقدامات ته ضرورت دے۔ده ووئيل بلوچستان د پاكستان مهمه او قدرتي وسائلو څخه ډكه صوبه ده چرته چې ځوانان او ميرمنو كښې بې شمېره صلاحيتونه موجود دي٬دا صلاحيتونه په كار راوستلو لپاره تعليم٬هنر٬روزګار٬ كاروبار او نورو څانګو كښې يو برابر موقعې او ضروري وسائل وركولو ته به خاص پام كول وي۔سيدال خان ناصر ووئيل د ميرمنو معاشي خپلواكي د تل پاتې پرمختګ بنيادي شرط دے٬ميرمنو ته هنرمندي٬وړوكے كاروبار٬روزګار او كاروباري هلو ځلو لپاره سهوليات او موقعې وركول نه يوازې هغوي په معاشي توګه خپلواكه كولې شي بلكې د هغوي كورنۍ او د مجموعي ټولنې معاشي حالت هم ښه كولې شي۔په ملاقات كښې د ميډيا٬ميرمنو او ځوانانو په اړه سباؤن ګښې د مرستې په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔سميرا راجپوت اختر جان د بلوچستان ميرمنو غږ په قامي كچه په موثر ډول رامخې ته كولو او د هغوي لپاره د تعليم٬روزګار٬كاروبار او معاشي خپلواكۍ نوې موقعې راپیدا كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه ۔











