د شفا انټرنېشنل طبي نګهداشت کلچر په اړه مهم پيشرفت، شفا ايمبولينس سروس د جے سي آئي ايکريډيټيشن ترلاسه كړو ۔ د شفا وياند

  اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) شفا انټرنيشنل هسپتال د پاکستان او سيمي د صحت په څانګه كښې  طبي خدمات كښې  د اعلیٰ معيار، د رنځورانو تحفظ او په نړيواله كچه د  طبي نګهداشت معيار په اړه لويه كاميابي ترلاسه كړه ۔د جمعې په ورځ د شفا انټرنيشنل هسپتال د اړخه جاري شوې بيان كښې ووئيل شول د شفا ګڼو ادارو او طبي پروګرامونو لپاره  د جوائنټ کمېشن …

 

اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) شفا انټرنيشنل هسپتال د پاکستان او سيمي د صحت په څانګه كښې  طبي خدمات كښې  د اعلیٰ معيار، د رنځورانو تحفظ او په نړيواله كچه د  طبي نګهداشت معيار په اړه لويه كاميابي ترلاسه كړه ۔د جمعې په ورځ د شفا انټرنيشنل هسپتال د اړخه جاري شوې بيان كښې ووئيل شول د شفا ګڼو ادارو او طبي پروګرامونو لپاره  د جوائنټ کمېشن انټرنيشنل (جے سي آئي) د اړخه منظوري او د سرټيفکيشن په ترلاسه كيدو شفا محفوظ،د باور وړ او په شواهد اډانه طبي نګهداشت  كښې يو نوے معيار جوړوي۔ بيان له مخې د کاميابي مركز شفا انټرپرائز دے كوم چې د جے سي آئي انټرپرائز ايکريډيټيشن د دې عزم عكاسي كوي چې معياري طبي نګهداشت يواځې تر يو سهولت يا سروس محدود نه دے بلکه په ټول شفا ايکو سسټم كښې يو برابر باوري كولې شي۔ د شفا وياند ووئيل د دې کاميابۍ اهميت شفا ايمبولينس سروس (ايس اے ايس) جے سي آئي ميډيکل ټرانسپورټ ايکريډيټيشن سره نور زيات شوے۔ده ووئيل شفا ايمبولينس سروس د پاکستان وړومبے ايمبولينس سروس دے كوم ته چې د جے سي آئي ايکريډيټيشن ترلاسه شوے۔ دا په هېواد كښې د هنګامي طبي خدمات او روغتون څخه  د وړاندي وركړې كېدونكې طبي نګهداشت څانګه كښې لويه کاميابي او د شفا پشمول د پاکستان هيلتھ کيئر کميونټي لپاره د وياړ خبره ده۔شفا ايمبولينس سروس په اړه دا پيشرفت دا حقيقت رامخې ته كوي چې معياري او محفوظ  د طبي نګهداشت مزل روغتون ته د رسولو څخه وړاندې پيل كيږي او د نګهداشت په هر نازك وخت كښې اعلیٰ پيشه وره معيار، تحفظ، شريكه رابطه او همدردي ضروري ده۔بيان له مخې دا کاميابي جون 2026ء كښې  شفا انټرنيشنل هسپتال ته د اکيډمك ميډيکل سينټر (اے ايم سي) ترلاسه شوي ايکريډيټيشن په تسلسل كښې رامخې ته شوې۔د شفا هوم هيلتھ کيئر کمپني اي شفا لپاره هم د جے سي آئي يو تفصيلي او د سختي جائزې نه پس  د جے سي آئي هوم کئير ايکريډيټيشن لپاره سفارش شوے چې د لارې ئې شفا د روغتون د حدود څخه بهر رنځورانو تر كوره پورې د معياري طبي نګهداشت عزم پراخه كړے۔ جون 2026ء كښې د دې ايکيوټ اسکيمك سټروك او ايکيوټ کور ونري سنډروم پروګرامز ته هم جے سي آئي څخه سرټيفکيشن ترلاسه شوے۔ دا سرټيفکيشن زيات پيچيده او د وخت په لحاظ سره حساس طبي حالات كښې مربوط، معياري، په شواهد اډانه او رنځور ته د پام لرني كولو د شفا د  صلاحيت توثيق کوي۔وياند له مخې په مجموعي توګه دا کاميابۍ يواځې  د يو ايکريډيټيشنز او سرټيفکيشنز سلسله نه ده بلکه پاکستان كښې  د ’’کلچر آف کيئر‘‘ يعني نګهداشت کلچر ودې او استحکام په اړه يو د پريكړي وړ لمحه ده۔دا کاميابۍ د پاکستان او سيمي لپاره يو موثره پيغام دے چې د نړيوال معيار طبي سهوليات نه يواځې پاکستان كښې وركړے كيدے شي بلکه هغه پرله پسې ښه كيږي ۔د شفا وياند دا د شفا فيملي او ټول قام لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره ووئيل مونږ د خپلې ډلې هر غړي له مباركي وركوو د چا په محنت ، پيشه وره صلاحيت، ثابت قدمۍ او د ښې کارکردګۍ عزم چې دا تاريخي کاميابۍ ممكن كړې ۔

مزید خبریں