د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره كراچۍ كښې د فريټ بزنس پارټنرز  پلاوي ملاقات

  كراچي 28 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كراچۍ كښې د فريټ بزنس پارټنرز يو مهم پلاوي سره ملاقات وكړو چې پكښې  د تجارتي هلو ځلو ودې٬ د فريټ سروسز په ښه والي او سوداګرو ته د ورمخې ته شوو مسئلو حل په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال خبرو كښې  د ريلوے وفاقي وزير ووئيل  بزنس پارټنرز سره دا رابطه په …

 

كراچي 28 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي كراچۍ كښې د فريټ بزنس پارټنرز يو مهم پلاوي سره ملاقات وكړو چې پكښې  د تجارتي هلو ځلو ودې٬ د فريټ سروسز په ښه والي او سوداګرو ته د ورمخې ته شوو مسئلو حل په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال خبرو كښې  د ريلوے وفاقي وزير ووئيل  بزنس پارټنرز سره دا رابطه په هېواد كښې د كاروباري هلو ځلو تندولو لپاره به مهم پېشرفت ثابت شي۔ده واضحه كړه چې ريلوے كرايانو كښې د زياتوالي نه كولو پريكړه د وزيراعظم محمد شهباز شريف وه دغسې چې كاروباري طبقې ته ريليف وركړے شي۔حكومت فريټ سيكټر ته د هر ممكنه آسانۍ وركولو عزم لري۔وفاقي وزير ووئيل  پاكستان ريلوے نظام كښې فريټ ترسيل ته په ترجيحي بنيادونو اهميت  وركولې شي او د سوداګرې ورورولۍ هر د عمل وړ غوښتنه په ترجيحي توګه پوره كولې شي۔د دې نه علاوه وفاقي وزير د نوو تجارتي تقاضو ترسره كولو لپاره د جمعې په ورځ ګوټھ كښې د ميكنائزډ ټرمينل جوړولو فزيبلټي رپورټ جوړولو امر هم وكرو ۔

مزید خبریں