د كوچنيانو د مرګ معامله د كومي پېښې يا حکومت سره د تړلو په ځائے په اجتماعي ذمه وارۍ سره حل كولو ته اړتيا ده۔سيد مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د كوچنيانو د مرګ معامله د كومي پېښې يا حکومت سره  د تړلو په ځائے په اجتماعي ذمه وارۍ سره حل كولو ته اړتيا ده ٬ كوچنيان د درملنې او د رنځونو مخ نيوي په اقدامات بچ كېدې شي ٬ دې لپاره د سياسي پوائنټ سکورنګ په ځائے  عملي اقدامات ته پام لرنه …

 

اسلام آباد 28 اګست  (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د كوچنيانو د مرګ معامله د كومي پېښې يا حکومت سره  د تړلو په ځائے په اجتماعي ذمه وارۍ سره حل كولو ته اړتيا ده ٬ كوچنيان د درملنې او د رنځونو مخ نيوي په اقدامات بچ كېدې شي ٬ دې لپاره د سياسي پوائنټ سکورنګ په ځائے  عملي اقدامات ته پام لرنه وكړے شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې  وفاقي وزير ووئيل د چوكۍ سنبھالولو نه پس د ماشومانو مرګ نه دې پيل شوے ٬ نه هغوي چا وژل  شروع كړي، صوبائي حکومتونو كښې بېلا بيل سياسي ګوندونه  اقتدار لري،د صحت مسئلو حل لپاره به وفاق او صوبو له په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل د وزارت سنبھالولو سره په وړومبۍ ورځ ما په ذاتي توګه د خېبر پښتونخوا، سندھ، پنجاب او بلوچستان د روغتيا وزيرانو سره رابطه كړې او هغوي له مو باور وركړے چې د سياسي تړون په خپل ځائے به د صحت په معاملات  وفاق او صوبو له په ګډه كار كول وي ۔ده ووئيل د صحت څانګه كښې ښه والي لپاره به وفاقی او صوبائی حکومتونو له خپلي خپلي ذمه وارۍ پوره كول وي،د كوچنيانو بچ كولو لپاره به ټول وسائل، نظام او فیصله سازی موثره كول وي۔وفاقی وزیر ووئيل زه د صحت په څانګه كښې د عملی اقدامات بشپړ تفصیل ایوان ته وړاندي كولو له چمتو يم دغسې دې مقصد لپاره دې مناسب وخت راكړے شي چې د روغتيا وزارت اقدامات، شميرو او د سباؤن تګلارې څخه ایوان خبر كړے شي۔

مزید خبریں