اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان اولس او حكومت د اړخه د نيپال قيادت او اولس سره د يووالي څرګندوني سره په دې سخت وخت كښې د هر ممكن مرستي وړانديز وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د نيپال وزيراعظم بالندر شاه سره ټيلي فوني تماس ونيولو۔ وزيراعظم نيپال كښې د راغلي سېلاب …
وزيراعظم شهباز شريف د نيپال خپل همڅنګ سره ټيلي فوني تماس،په سخت وخت كښې د هر ممكن مرستي وړانديز

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان اولس او حكومت د اړخه د نيپال قيادت او اولس سره د يووالي څرګندوني سره په دې سخت وخت كښې د هر ممكن مرستي وړانديز وكړو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د نيپال وزيراعظم بالندر شاه سره ټيلي فوني تماس ونيولو۔ وزيراعظم نيپال كښې د راغلي سېلاب او لينډ سلائيډنګ په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د پاکستان اولس او حكومت د اړخه د نيپال قيادت او اولس سره د يووالي څرګندوني سره په دې سخت وخت كښې د هر ممكن مرستي وړانديز وكړو۔ وزيراعظم د نيپال خپل همڅنګ ته ووئيل پاکستان د مرستي هلو ځلو كښې معاونت لپاره نيپال ته د مرستې سامان ليږي۔د نيپال وزيراعظم بالندر شاه په ټيلي فوني تماس نيولو او قدرتي آفت نه پس د پاکستان د اړخه د يووالي په څرګندونه او ملاتړ د وزيراعظم شهباز شريف مننه وكړه۔هغه د پاکستان د اړخه د مرستي د وړانديز هم مننه وكړه۔











