وزيراعظم د ايف بي آر اصلاحات په ټاكلې موده كښې بشپړولو٬ د ټيكس غلا او د قاچاق په ضد د كاروائۍ تندولو  امر وكړو

  اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس غلا٬ د قاچاق او غېر قانوني كاروبار په ضد موثر كاروائۍ تندولو او د ايف بي آر  اصلاحات په ټاكلې موده كښې د بشپړولو  امر سره وئېلي دي  حكومت د هېواد پرمختګ لپاره ټيكس نظام كښې اصلاحات كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ايف بي آر كښې په اصلاحات اوونيزه د جاج  اغستو غونډه …

 

اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس غلا٬ د قاچاق او غېر قانوني كاروبار په ضد موثر كاروائۍ تندولو او د ايف بي آر  اصلاحات په ټاكلې موده كښې د بشپړولو  امر سره وئېلي دي  حكومت د هېواد پرمختګ لپاره ټيكس نظام كښې اصلاحات كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ايف بي آر كښې په اصلاحات اوونيزه د جاج  اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته په غونډه كښې د “پرال”تنظيم نو په اړه بريفنګ وركړے شو ۔وزيراعظم غونډې ته ووئېل ټيكس نظام كښې اصلاحات لپاره د اقدامات نفاذ په ټاكلې موده كښې باوري كړئ او د اصلاحات تهرډ پارټي آډټ هم وكړئ۔وزيراعظم ووئيل  د هېواد پرمختګ لپاره ټيكس نظام كښې د اصلاحات نفاذ ضروري دے ۔ده ډيجيټلائزېشن٬ د پېداوار څارنه او خود كاره نظام د ايف بي آر اصلاحات مهمې ستنې ګرځولو سره  د ټيكس غلا٬ د قاچاق او غېر قانوني كاروبار په ضد موثره كاروائي د لا تندولو هدايت هم وكړو۔ده ايف بي آر كښې ښه دج شهرت ګډز او ايويليويټرز تعيناتۍ عمل خوشبينه امر ګرځولو سره ووئېل د ايف بي آر چيئرمېن او د هغه د ډلې په دې اړه هڅې د ستائنې وړ دي۔په غونډه كښې په ايف بي آر كښې  په روانو اصلاحاتو ٬په خاص توګه د “پرال”تنظيم نو” د ټيكس نظام ډيجيټلائزېشن او د قاچاق مخ نيوي لپاره په شوو اقداماتو تفيصلي بريفنګ وركړے شو  چې پكښې ووئېل شول د ټيكس نظام جديد٬مربوط او په ډيټا اډانه جوړولو لپاره په آئرس 3.0 ٬ په نوي ټيكس آپريټنګ ماډول او د  سينټرل ډيټا هب مرحله وار كار روان دے۔ د آئرس3.0 ډيزائرن لپاره  د نړيوال كنسلټنټس خذمات ترلاسه كړې شوي ۔بريفنګ كښې ووئېل شول  پرال كښې ټېكنالوجي٬ډيټا سكيورټي٬آپريشنز او ټيكس ډومين پشمول  بيلو څانګو كښې د نوي سينئر قيادت تعيناتۍ شوي او د آئرس 3.0 له مخې ټيكس نظام لا موثره كولو٬آټو د ټيكس تصور پائلټ كولو او سباؤن كښې د مصنوعي ځېركتيا د مشين لرننګ  او د ټيكس وصولۍ ښه والي لپاره د استعمالولو په پروژه په تندۍ سره كار روان دے۔د كسټمز په څانګه كښې د فيس ليس اسيسمنټ مثبت اثرات په اړه غونډې ته ووئېل شول  جنورۍ نه تر جون 2026 په مهال د  يو ګډز ډيكلريشن اوسط ريونيو كښې 12 فيصد اضافه ريكارډ  شوې۔بريفنګ كښې ووئيل شول د فيس ليس اسسمنټ په نتيجه كښې د  ګډز ډيكلريشن ترلاسه كولو كښې ښه والي سره سره درآمدۍ بې ضابطګۍ په ګوته كړې شوي او نګرانۍ كښې هم زياتوالے راغلے  ۔اسلام آباد كښې  د سينټرل اسيسمنټ يونټ جوړولو په اړه هم پېشرفت روان دې٬ ۔غونډې ته ووئېل شول  جولائي 2025 كښې د ډيجيټل انوائسنګ د لارې 236 بلين روپۍ ټرانزيكشنز شوي او جولائي 2026 كښې د دې حجم 2.5 ټريلين روپو كچه عبور كړی او تر دسمبر 2026  د ډيجيټل انوائنسګ د لارې 4 ټريلين روپۍ ټرانزيكشنز هدف ټاكلے شوے ۔ د قاچاق مخ نيوي په اړه غونډې ته ووئېل شول  د پېټروليم مصنوعاتو غېر قانوني وړلو راوړلو مخ نيوي لپاره ټول قانوني پیټرول پمپس د جي آئي ايس ټيګنګ٬جي پي ايس د لارې د پېټروليم مصنوعات ټريكنګ٬ د آئل ماركيټنګ كمپنو  د اي آر پي نظام ټريكر سره په منسلك كولو او د قانون نافذ كوونكو ادارو لپاره مركزي ټريكنګ ايپ پشمول ګڼ شمېر اقدامات تر سره شوي دي۔ د راه-ګزر ايپ د لارې دوه نيم زره غېر قانوني پېټرول پمپس په بندولو د هغوي په ضد قانوني كاروائي شوې او  د پېټروليم مصنوعات خرڅولو ډيجيټل نګرانۍ او نور اقداماتو په اړه هم كار روان دے۔وزيراعظم هدايت وكړو چې ايف بي آر اصلاحات ټول اقدامات په ټاكلې وخت كښې بشپړ كړئ او اصلاحاتي عمل سپيځلے ٬موثر او پائيدارۍ لپاره د دغې تهرډ پارټۍ آډټ باوري كړئ۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ٬ډاكټر مصدق مسعود ملك٬احد خان چيمه٬محمد اورنګزيب٬عطاﺀ الله تارړ٬شزه فاطمه خواجه٬وزير مملكت بلال اظهر كياني٬قامي اسمبلۍ غړي عثمان اويسي٬اسټېټ بانك ګورنر جميل احمد٬ايف بي آر چيئرمېن او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں