اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفافي وزير سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي په پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) كښې د رامخې ته شوې پیښې ذمه وارو خلاف به کاروائي كېږي او هيڅوك به پرې نه ښودلې شي ۔ د جمعې په وړځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې پمز هسپتال كښې په رامخې ته شوې پیښه بحث كښې ده ووئېل پمز كښې رامخې ته پیښه ډېره …
پمز كښې د رامخې ته شوې پیښې ذمه وارو په ضد به کاروائي كېږي ٬ هيڅ څوك به پرې نه ښودلې شي، د سید مصطفیٰ کمال قامي اسمبلۍ كښې بيان

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفافي وزير سید مصطفیٰ کمال وئېلي دي په پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) كښې د رامخې ته شوې پیښې ذمه وارو خلاف به کاروائي كېږي او هيڅوك به پرې نه ښودلې شي ۔ د جمعې په وړځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې پمز هسپتال كښې په رامخې ته شوې پیښه بحث كښې ده ووئېل پمز كښې رامخې ته پیښه ډېره لويه پیښه ده او د بې ګناه ځانونو هيڅ نعم البدل نشته ،14 كوچنيان شهيدان شوي دي او مونږ د دې ذمه واري منو ۔ وفاقي وزیر ووئېل وزیراعظم يوه اعلیٰ اختیاراتي کمیټي جوړه كړې ده او ټي او آر كښې يې مهم څيزونه شامل دي ، په تېرو 24 ساعتو كښې په دې حقله ډېر كار شوے دے ، ده ووئېل په شهادتونو چې پكښې ډیجیټل او ویډیو ثبوت، په موقع د شته خلقو بیانونه شامل وي په بنیاد به فیصله كېږي ، د کمیټۍ ابتدائي رپورټ به نن جمع کړے شي ۔ ده غونډې له باوري وركړو چې د پیښې څوك هم ذمه وار وي هغه به پرې نه ښودلې شي ۔ ده ووئېل د سینیټ نه هم وړاندېزونه راغلي دي ، د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ د غړو يوه کمیټي پكار ده او د دغې لپاره نظام الاوقات نه دي وركول پكار ، دا یوازې د 14 كوچنيانو معامله نه ده ، ده ووئېل هر كال پاکستان كښې 4 لاکھ زېږدونكې كوچنيان له دنيا ځي ٬ دا شمېره د ورځې 1300 جوړېږي ، مونږ له خپل كوچنيان د پیښو نه ساتل دي ۔ ده ووئېل زما وزارت به غونډې ته ټول پكار تفصیلات وركړي ۔











