اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان له به معاشي استحكام٬تل پاتې اقتصادي پرمختګ٬پیداواريت كښې زياتوالے ٬ د برآمدات وده ٬سرمايه كاري د روزګار په پراخه موقعو بدلول وي٬ د پاكستان بنيادي معاشي چېلنج اوس د استحكام څخه مخ په وړاندې تللو معيشت كښې بنيادي او تل پاتي بدلون راوستل دي۔وفاقي وزير احسن اقبال د منصوبه …
نجي څانګې له به كاروباري هلو ځلو٬جدت او مسابقتي سرمايه كارۍ كښې قائدانه كردار تر سره كول وي۔ د احسن اقبال د هاروډ بزنس سكول زده كوونكو سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان له به معاشي استحكام٬تل پاتې اقتصادي پرمختګ٬پیداواريت كښې زياتوالے ٬ د برآمدات وده ٬سرمايه كاري د روزګار په پراخه موقعو بدلول وي٬ د پاكستان بنيادي معاشي چېلنج اوس د استحكام څخه مخ په وړاندې تللو معيشت كښې بنيادي او تل پاتي بدلون راوستل دي۔وفاقي وزير احسن اقبال د منصوبه بندۍ او پرمختګ په وزارت كښې د هارورډ بزنس سكول ايم بي اے زده كوونكو يو پلاوي سره ملاقات وكړو ۔ده د هارورډ بزنس كوسل زده كوونكو منصوبه بندۍ وزارت كښې هركلي كولو سره ووئېل پاكستان ته يوازې د خپلو مسئلو او ستونزو په لړ كښې نه بلكې د دې پراخه صلاحيتونو او امكانات تر مخه هم كتل پكار دي۔ده ووئيل نزدې 26 كروړ آبادي٬ زيات ځوانان افرادي قوت٬مهم چاپېر چل ٬زرعي او معدني وسائل٬په تندۍ سره پرمختګ كونكے ډيجيټل معيشت او په ټوله نړۍ كښې د موجودو پاكستانيانو قوي ورورولۍ پاكستان ته معاشي بدلون لپاره قوي بنياد وركوي۔وفاقي وزير زده كوونكو ته د اړان پاكستان په اړه بريفنګ كښې ووئيل دا د حكومت د قامي بدلون جامع تګلاره ده ٬د كوم بنياد چې په فائيو ايز اېښودلے شوے او په دې كښې برآمدات٬كاروبار او روزګار٬ډيجيټل پاكستان و ډيجيټل معيشت٬ماحوليات٬موسمياتي بدلون٬خوراك او د اوبو تحفظ٬د توان بنيادي ډهانچه٬ يو برابر اخلاقيات او خپلواكه جوړول شامل دي۔ده ووئيل پاكستان تر 2035 د يو كهرب ډالر معيشت جوړولو هدف مقرر كړے خو د د دې مقصد محض مجموعي قومي پیداوار تر يو عدد رسول نه دي بلكې قامي پېداواري صلاحيتونه تر دې كچې رسول دي چې پاكستان په كال 2035 كښې داسې مصنوعات او خذمات نړيوالې منډۍ كښې په مسابقتي بنيادونو پیدا او خرڅ كړي كوم چې هغه نن نه پېدا كوي۔پروفيسر احسن اقبال هارورډ بزنس سكول زده كوونكو ته بلنه وركړه چې هغوي په سباؤن كښې بيا راشي او يوازې د سيېلګري مېلمه په حېث نه بلكې د سرمايه كار٬كاروباري شخصيت او د پاكستان معاشي بدلون كښې د شراكتدار په توګه خپل كردار ادا كړي۔ده زده كوونكو ته دا هم بلنه وركړه چې هغوي يو كال پاكستان كښې په تېرولو خپل علمي او پيشه وره صلاحيتونه د هېواد معاشي بدلون لپاره وكاروي۔











