اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي)د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ سېنېټ كښې نے وئېلي دي د پیښې په اړه جوړې کمیټۍ ته دې د خپل رپورټ وړاندې كولو موقع وركړې شي او د رپورټ راتللو نه پس نورې کارروائي بيا كېدې شي ۔ ده ووئېل په غونډه كښې په دې اړه تفصیلي خبرې شوي دي او اړوند وزیر هم خپل مؤقف واضحه كړے دے ۔ د …
د پیښې په اړه دې جوړې کمیټۍ ته د خپل رپورټ وړاندې كولو موقع وركړې شي ٬ د رپورټ په راتللو لا کارروائي بيا كېدې شي ، اعظم نذیر تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي)د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ سېنېټ كښې نے وئېلي دي د پیښې په اړه جوړې کمیټۍ ته دې د خپل رپورټ وړاندې كولو موقع وركړې شي او د رپورټ راتللو نه پس نورې کارروائي بيا كېدې شي ۔ ده ووئېل په غونډه كښې په دې اړه تفصیلي خبرې شوي دي او اړوند وزیر هم خپل مؤقف واضحه كړے دے ۔ د کمیټۍ د تشکیل مقصد د معاملې مکمل پلټنې رامخې ته كول دي ، ځكه د دغه راپور انتظار کول پكار دے ۔وفاقي وزیر ووئېل د سینټ کمیټۍ جوړولو په اړه قرارداد منظور شوے دے ، د ایوان غونډه بيا دوه بجې پېل كېدې شي او د ضرورت تر مخه خپله کارروائي روانه ساتلې شي۔ ده ووئېل د رپورټ نه پس كه لا كومه معامله رامخې ته شي نو غونډه په دغې هم د بيا غور کولو اختیار لري۔











