اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) قامي اسمبلی د پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) د پیښې پلټنو لپاره د خاص کمیټۍ جوړولو تحریک منظور كړو ۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیرتارړ د خاص کمیټۍ جوړولو په اړه تحریک وړاندې كړو د كوم چې غونډې منظوري وركړه ، د تحریک په متن كښې وئېلې شوي دي د قامي اسمبلۍ سپیکر او …
قامي اسمبلۍ د پمز پیښې پلټنو لپاره د خاص کمیټۍ جوړولو تحریک منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) قامي اسمبلی د پاکستان انسټي ټیوټ آف میډیکل سائنسز(پمز) د پیښې پلټنو لپاره د خاص کمیټۍ جوړولو تحریک منظور كړو ۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیرتارړ د خاص کمیټۍ جوړولو په اړه تحریک وړاندې كړو د كوم چې غونډې منظوري وركړه ، د تحریک په متن كښې وئېلې شوي دي د قامي اسمبلۍ سپیکر او د سېنېټ چئیرمین په مشاورت دې يوه خاص پارلیماني کمیټي جوړه شي كومه چې نه يوازې د دې ټولې پیښې تحقیقات وكړي بلکې په سباون كښې د اسلام آباد کیپټل ټیریټري په اړه وړاندېزونه او سفارشات هم مرتب کړي ۔اعظم نذیر تارړ ووئېل سینیټ هم يوه كمېټي جوړه كړې ده ، زما مخالفې دلې ته خواست دے چې دوي له په کمیټو كښې ناسته پكار ده ۔ ده ووئېل وزیراعظم د دې پیښې پلټنو لپاره يوه کمیټي جوړه كړې ده چې پكښې د پمز یا د صحت وزارت هيڅ يو نائنده نشته ۔دويمه کمیټي هم جوړه شوې د كومې چې د دې انکوائري کمیټي سره هيڅ تعلق نشته ،دغه کمیټي د نوموړي کارډیالوجسټ ډاکټراظهر کیاني په مشرۍ كښې جوړه شوې ، دغه کمیټي به د يو ورکنګ پیپر په جوړولو د روغتون ښه والي لپاره ګامونه تجویز کوي ۔











