اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) په سینیټ كښې د مخالفې دلې مشر سېنېټر راجه ناصر عباس په سرکاري هسپتال كښې د نوو زېږېدلو كوچنيانو په مرګونو د پیښې سپېځلو او بې پرې پلټنو لپاره د سینیټ کمیټۍ جوړولو غوښتنې سره ووئېل ذمه وار دې په ګوته كړے شي او د قانون مطابق دې سزا وركړې شي ۔د جمعې په ورځ د سینیټ غونډه كښې ده ووئېل د پیښې مکمل پلټنې …
د سینیټ غونډه ،د مخالفې ډلې مشر په روغتون كښې د نوو زېږېدلو كوچنيانو په مړينه تحقیقات لپاره د سینیټ کمیټۍ جوړولو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اګست (اے پي پي) په سینیټ كښې د مخالفې دلې مشر سېنېټر راجه ناصر عباس په سرکاري هسپتال كښې د نوو زېږېدلو كوچنيانو په مرګونو د پیښې سپېځلو او بې پرې پلټنو لپاره د سینیټ کمیټۍ جوړولو غوښتنې سره ووئېل ذمه وار دې په ګوته كړے شي او د قانون مطابق دې سزا وركړې شي ۔د جمعې په ورځ د سینیټ غونډه كښې ده ووئېل د پیښې مکمل پلټنې كول غواړي او د پلټنو دائرہ د روغتون انتظامي چارو ، بجټ، آسانيو او د طبي عملې تر شتوالي دې پراخه كړې شي ۔ ده د سینیټر پرویز رشید د هغې وړاندېز هم مرسته وكړه چې د قانون سازۍ د لارې دې د حکومتي عهدیدارو، سرکاري ملازمینو او د اولسي استازو علاج لپاره سرکاري روغتونونو ته ترجيع وركړې شي٬ دغسې چې حکومتي ذمه وار پخپله د سرکاري طبي نظام سره وتړلے شي او د د دې ښه والے باوري شي ۔











