اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د ايكسل لوډ كنټرول رجيم مستقل او كوټلي حل لپاره د ټولو قانوني او آپريشنل خنډانو لرې كولو په غرض سره د اين ايچ اے قانوني فريم ورك كښې په يوه اوونۍ كښې دننه د ټولو ضروري تراميم كولو، په فيكټرو د جرمانو لګولو او په موټرويز و قامي سترو لارو جديد كيمرې او د آرټيفيشل …
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د ايكسل لوډ كنټرول رجيم په اړه غونډه، د هېواد كے وے سټيشنز سل فيصده خودكاره كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د ايكسل لوډ كنټرول رجيم مستقل او كوټلي حل لپاره د ټولو قانوني او آپريشنل خنډانو لرې كولو په غرض سره د اين ايچ اے قانوني فريم ورك كښې په يوه اوونۍ كښې دننه د ټولو ضروري تراميم كولو، په فيكټرو د جرمانو لګولو او په موټرويز و قامي سترو لارو جديد كيمرې او د آرټيفيشل انټيلي جنس د لارې د مكمل آټوميشن نافذ كولو سپارښتنه وكړه۔دا سپارښتنه ده د جمعې په ورځ ايكسل لوډ كنټرول رجيم په اړه د يوې اعلیٰ پائې غونډي مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د مواصلات وفاقي سيكرټري ، د اين ايچ اے چيئرمين ، د موټروے پوليس آئي جي ، ډي جي اين ايل سي او ډي جي اېف ډبليو او پشمول اړوندو چارواكو ګډون وكړو او د چارو ئې تفصيلي جاج وړاندې كړو ۔وفاقي وزير واضحه كړه چې قانوني تراميم بنيادي مقصد ايكسل لوډ نفاذ كښې رامخې ته ټول قانوني او آپريشنل خنډان لرې كول دي دغسې چې قامي اثاثې يعني د سړكونو انفراسټركچر د تباهۍ څخه بچ شي۔











