د احتجاج په نامه د تشدد، اړي ګړي اجازه نه شي وركړې كيدې، د كورنيو چارو وفاقي وزير چارسده كښې په فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر كښې خطاب

  چارسده 28 اګست  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي  امناكه احتجاج د ټولو وګړو حق دے، قانون د احتجاج تګلاره واضحه كړې  ده ،د قانون په دائره كښې په امناكه احتجاج څوك اعتراض نه كوي،د هېواد امن او استحكام په هيڅ صورت د متاثره كولو اجازه نه شي وركړې كيدې۔ده د جمعې په ورځ  چارسده كښې د فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر شب قدر …

 

چارسده 28 اګست  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي  امناكه احتجاج د ټولو وګړو حق دے، قانون د احتجاج تګلاره واضحه كړې  ده ،د قانون په دائره كښې په امناكه احتجاج څوك اعتراض نه كوي،د هېواد امن او استحكام په هيڅ صورت د متاثره كولو اجازه نه شي وركړې كيدې۔ده د جمعې په ورځ  چارسده كښې د فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر شب قدر دورې په مهال خطاب كولو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اينټي رائټ ونګ خصوصي تربيتي مشقونو څارنه وكړه او د اهلكارو پيشه وره صلاحيتونه، جديد تربيه او آپريشنل چمتوالے  ئې وستائيلو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د اينټي رائټ ونګ اهلكارو مختلف عملي مشقونه اوكتل۔ اهلكارو د ګڼې ګونې قابو كولو،  د حساس ځايونو تحفظ، د تشدد لرونكې صورتحال مخنيوې او د امن و امان برقراره ساتلو په اړه د خپلي پېشه وره پوهي عملي مظاهره وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل اينټي رائټ فورس له جديد تربيه وركړې شوي،د امن و امان كوم هم صورتحال قابو كولو لپاره فورس په مكمل ټوكھ چمتو او صلاحيت لري۔ده ووئيل د احتجاج له امله د  تشدد، اړي ګړي ، سركاري يا نجي املاك ته د زيان رسولو او د امن و امان خرابولو اجازه نه شي وركړې كيدې۔  رياست د امن و امان برقراره ساتلو خپلي ذمه وارۍ پوره كوي او د قانون په ضد   كار كوونكو عناصرو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي۔ده ووئيل د امن و امان موجوده صورتحال كښې د فيډرل كانسټيبلري كردار ټول هېواد كښې اهميت لري۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د اهلكارو څخه پوښتنه وكړه چې په تير وزټ كښې د لوډشيډنګ مسئله پورته شوې وه،اوس څه صورتحال دے ؟اهلكارو ووئيل اوس لوډشيډنګ نه كيږي او د تعطل نه غير بجلۍ وركړې كيږي۔ دغسې اهلكارو د مسئلې په حل كولو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مننه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د يو اهلكار د مور د كينسر درملنې لپاره د سمدستي اقدامات سپارښتنه هم وكړه۔بريفنګ كښې ووئيل شول تربيه ترلاسه كوونكو اهلكارو كښې د ټولو صوبو پشمول آزاد كشمير او ګلګت بلتستان ته نمائندګي ترلاسه ده دغسې تربيتي پروګرام كښې په وړومبي ځل 35 ميرمني اهلكاري هم شاملي دي۔د فيډرل كانسټيبلري آئي جي ، ډي آئي جي ټريننګ، ډي او اېف سي او نور اعلیٰ افسران هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں