چيف آف ډيفنس فورسز و فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د هارورډ بزنس سكول  زده كوونكو ملاقات ٬  د تعليم او هنر مندۍ ودې سره د حقائق تر مخه د تجزياتي صلاحيتونو كارولو په اهميت زور

  پنډۍ ۔ 28 اګست (اے پي پي)  چيف آف آرمي سټاف  و چيف آف ډيفنس فرسز فيلډ مارشل سيد عام منير د ځوانانو لپاره د تعليم  او  هنر مندۍ  ودې ٬ كاروباري هلو ځلو  او په حقائق اډاڼه تجزياتي صلاحيتونو د كارولو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې   (آئې ايس پي آر) نه جاري بيان تر مخه سر …

 

پنډۍ ۔ 28 اګست (اے پي پي)  چيف آف آرمي سټاف  و چيف آف ډيفنس فرسز فيلډ مارشل سيد عام منير د ځوانانو لپاره د تعليم  او  هنر مندۍ  ودې ٬ كاروباري هلو ځلو  او په حقائق اډاڼه تجزياتي صلاحيتونو د كارولو په اهميت زور راوړے دے ۔ د جمعې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې   (آئې ايس پي آر) نه جاري بيان تر مخه سر لښكر  سيد عاصم منير  سره د پاكستان په دوره راغلي د هارورډ بزنس سكول  د بلېا بېلو هېوادونو څخه تعلق لرونكو زده كوونكو پلاوي ملاقات وكړو ۔ ملاقات  كښې په سيمعه ايز  او نړيوال صورتحال ٬ د پاكستان په امنيتي منظر نامه او د منطقې پشمول په ګرده نړۍ كښې  د امن  ٬ استحكام  او خوشحالۍ ودې لپاره په كوونكو  هڅو خبرې وشوې۔  ده  د ځوانانو لپاره  تعليم او د هنر مندۍ  ودې ٬ كاروباري هلو ځلو او د حقائق تر مخه د تجزياتي صلاحيتونو  كارولو په اهميت زور راوړو ٬دا ځكه چې  دوي په زياتېدونكې غېر يقيني  او خفګاني  نړيوال ماحول كښې معنې لرونكې كردار تر سره كړي چرته جې سوشل مېډيا اوپروپېګنده هم اثر پرېباسي۔  د هارورډ بزنس سكول زده كوونكو  د پاكستان روانې دورې  په مهال   پخپلو په زړه پورې  تجربو خبرې وكړې ۔ هغوي  په خاص توګه  د پاكستاني اولس د پراخه زړونو  او هر كلي سره او د پاكستان د موجودو  بې پناه صلاحيتونو او د موقعو هم ستائنه هم وكړه

مزید خبریں