د وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي پلاوي ملاقات ٬  خپلې زړې اړېكې به په مضبوطه تجارتي او د سرمايه كارۍ په شراكت دارۍ بدلوو ٬ شهازشريف

  اسلاآباد ۔ 28 اكست(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او سعوي عرب تر مينځه  د ژورو ورورولۍ اړېكو رامخې ته كولو سره وئېلي دي دواړه هېوادونه تزوېراتي همكاران دي  او خپلې زړه  اړېكې به په تجارتي او د سرمكايه كارۍ په شراكت دارۍ بدلوو٬ د مكه مكرمه شريكې دفاعي لوظ نامه څخه  پاكستان ٬ سعودي عرب او تركيه لا يو بل ته نزدې شوي دي  ٬  …

 

اسلاآباد ۔ 28 اكست(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او سعوي عرب تر مينځه  د ژورو ورورولۍ اړېكو رامخې ته كولو سره وئېلي دي دواړه هېوادونه تزوېراتي همكاران دي  او خپلې زړه  اړېكې به په تجارتي او د سرمكايه كارۍ په شراكت دارۍ بدلوو٬ د مكه مكرمه شريكې دفاعي لوظ نامه څخه  پاكستان ٬ سعودي عرب او تركيه لا يو بل ته نزدې شوي دي  ٬  لوظنامې ګرده منطقه كښې د اتحاد او امن پېغام وركړے دے ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب د ماحوليات ٬  اوبو او كركېلې وزير  انجينئر  عبدالرحمان بن عبدالمحسن الفضلي سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ  پي ايم هلاوس كښې ده سره ملاقات كولو ۔  د پي ايم هاوس مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم د سعودي وزير او د هغه د پلاوي هر كلي كولو سره ووئېل  دواړه هېوادونه د ورورولۍ اړېكې لري ۔ده د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود  او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د نېكو هليو څرګندونې كولو سره ووئېل د سعودي ٬ پاكستان او تركيه تر مينځه په تېرو ورځو كښې  شوې  شرېكې دفاعي لوظ نامې  درې واړه هېوادونه لا يو بل ته نزدې كړل او دې لوظ نامې ګردې منطقې ته د امن  او يو والي پېغام وركړے دے۔  ده ووئېل  پاكستان او سعودي عرب سټرېټېجك همكاران دي ځكه اوس دواړو هېوادونو  ته په اقتصادي او زرعي څانګو كښې  مرستې  زياتولو ته پام لرنه كول  پكار ده ٬ دغسې چې د دواړو  زړې اړېكې په تجارتي او د سرمايه كارۍ په شراكت دارۍ  بدلې كړې شي چې دواړو هېوادونو ته يې ګټه اورسي۔  وزيراعظم  د دواړو هېوادونو تر مينځه  په خاص توګه پاكستان څخه سعودي عرب ته د زرعي څيزونو برآمد كولو په اړه په روانه ګټوره مرسته د اطمېېنان  څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې  د زرعي پېداوار زياتولو   لپاره د ټېكنالوجي ٬  تحقيق او پرمختګ او د اوبو وسائلو  زيات موثره  استعمال د لارې په مرستې زياتولو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم اعلان وكړو چې د پاكستان د زرعي پوهانو يو پلاوې به زر د رياض دوره وكړي چرته به چې د دواؤړو هېوادونو تر مينځه  په دې چارو خبرې كېږي دغسې چې د شراكت دارې د صلاحيت نه  ګټه پورته كړې شي۔د   سعودي وزير  په تود هر كلي او مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه ۔  هغه د كر كېلې ٬ اوبو او غذائې تحفظ په څانګو كښې د پاكستان سره د لا  مرستې زياتولو  د سعودي د لوظ پخلے وكړو۔  ملاقات كښې  وفاقي وزيران  رانا تنوير  حسېن ٬ محمد اورنګزېب ٬  عطاﺀ تارړ ٬ جام كمال خان ٬ ډاكټر مصدق ملك ٬ جنېد انور چوهدري ٬ بلال اظهر كياني ٬  د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او د ډاكټر توقير شاه بشمول لوړ پوړې موجود وو۔

مزید خبریں