اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ او پوليس د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي او اولس په امنيتي ځواكونو د بشپړ باور څرګندونه كړې۔د تفصيلات له مخې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ او پوليس لكه د اوسپنې ديوال ولاړ دي٬د اولس لخوا د پاك پوځ او پوليس بشپړه ستائنه شوې۔د پیښور كور كمانډر …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ او پوليس د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي ٬د اولس په امنيتي ځواكونو د باور څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي)د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ او پوليس د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي او اولس په امنيتي ځواكونو د بشپړ باور څرګندونه كړې۔د تفصيلات له مخې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ او پوليس لكه د اوسپنې ديوال ولاړ دي٬د اولس لخوا د پاك پوځ او پوليس بشپړه ستائنه شوې۔د پیښور كور كمانډر د دير ضلعې په دوره كښې د پوليس افسرانو او ځوانانو سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا آئي جي پشمول د پوليس نور اعلٰی افسران او سول چارواكي هم موجود وو۔د پېښور كور كمانډر د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې د خېبرپشتونخوا پوليس قربانۍ او مهم كردار په بشپړه توګه وستائېلو۔دغسې د پاك پوځ جنرل آفيسر كمانډنګ د لكي مروت بازار دوره وكړه چرته چې ځايې خلقو د هغه تود هركلے وكړو۔د پاك پوځ لخوا مستحقو كورنيو له راشن وركړے شو او په ډيوټۍ موجود پوليس اهلكارو له نغد انعامات وركړے شول ۔د لكي مروت دورې په مهال جنرل آفيسر كمانډنګ ماشومانو سره هم د مينې څرګندونه وكړه۔دغسې دلكي مروت ځايې آبادۍ لخوا امنيتي ځواكونو سره د مرستې او په پاك پوځ د بشپړ باور څرګندونه وشوه ۔د پاك پوځ اولسي هلې ځلې او د اولس ولوله لرونكے غبرګون د دې خبرې ثبوت دے چې اولس او پاك پوځ په دې اوسنيو كښې د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔











