اسلام آباد/ نوم پنھه 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی دويم بین الپارلیمانی اسپیکرانو کنفرنس (آئي ایس سي ) پرانستي غونډې ته وينا وكړه۔په غونډه كښې د کمبوډیا وزیراعظم هن منیټ او د کمبوډیا سېنېټ صدر سامدیك موها بورور تھپادی هن سین هم موجود وو۔د سېنېټ چیئرمېن د کمبوډیا د قیادت هركلي كولو سره د کنفرنس په كولو د کمبوډیا بادشاه په پیغام …
د سېنېت چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د دويم بین الپارلیماني سپیکرانو کنفرنس ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد/ نوم پنھه 27 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی دويم بین الپارلیمانی اسپیکرانو کنفرنس (آئي ایس سي ) پرانستي غونډې ته وينا وكړه۔په غونډه كښې د کمبوډیا وزیراعظم هن منیټ او د کمبوډیا سېنېټ صدر سامدیك موها بورور تھپادی هن سین هم موجود وو۔د سېنېټ چیئرمېن د کمبوډیا د قیادت هركلي كولو سره د کنفرنس په كولو د کمبوډیا بادشاه په پیغام د هغه مننه وكړه او د کنفرنس په كوربتوب ئې د کمبوډیا سېنېټ او اولس ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده د کمبوډیا وزیراعظم هن منیټ په کنفرنس كښې ګډون ٬ د پارلیمانی مکالمې او مرستي لپاره د کمبوډیا د عزم قوي علامت وګرځولو دغسې د سامدیک هن سین قیادت او ميلمستيا ستائيلو سره ئې ووئيل هغه پارلیماني سپیکرز په يو شريك پلیټ فارم راجمع کړي۔د امن او شريكي سوكالۍ لپاره يووالي او د نړيوال قانون استحکام او د شخړو امناكه هواري‘‘ په سرخط خپله وينا كښې د سېنېټ چیئرمېن د نړيوالو چيلنجونو مخنيوي لپاره د پارلیمانی اتحاد او اجتماعی اقدامات په حاجت زور راوړو۔ده د وسله والو شخړو،ترهه ګرۍ، موسمیاتي بدلون او د معاشي مساوات نشتوالي پشمول د نړيوالو مسئلو حل لپاره په مؤثر پارلیمانی کردار زور راوړو۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل پارلیمانی سفارتکارۍ له به د ’’عزم څخه عمل، مکالمې څخه عملي ګامونو او د وعدو نه تر نتيجو ‘‘ پلو مخ په وړاندې تلل وي۔دې څخه وړاندې د سېنټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی کنفرنس كښې شريكو اسپیکرانو او پلاويو سره د کمبوډیا سېنېټ صدر سامدیك هن سین سره د خیرسګالۍ ملاقات هم وكړو۔دويم بین الپارلیمانی اسپیکرانو کنفرنس کوربتوب کمبوډیا کوي چې پكښې د بيلو هېوادونو پارلیمانی لارښود د امن، پرمختګ او نړيوالي مرستي د ودې لپاره د شريكې مكالمې د زياتولو په عزم سره ګډون كوي۔











