پينډۍ 27 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره د کویت يو اعلیٰ پائې پلاوي د دفاع وزير شیخ عبدالله علی عبدالله السلیم الصباح په مشرۍ كښې د جنرل هیډ کوارټرز (جی ایچ کیو) پنډۍ دورې په مهال وليدل، پلاوي كښې د كويت د وسله والو ځواكونو چیف آف جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل خالد درج سعد الشریان …
فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره د کویت اعلیٰ پائې پلاوي وليدل،د شريكې خوښې په چارو،سيمه ايزه سلامتيا او په دفاعی مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پينډۍ 27 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره د کویت يو اعلیٰ پائې پلاوي د دفاع وزير شیخ عبدالله علی عبدالله السلیم الصباح په مشرۍ كښې د جنرل هیډ کوارټرز (جی ایچ کیو) پنډۍ دورې په مهال وليدل، پلاوي كښې د كويت د وسله والو ځواكونو چیف آف جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل خالد درج سعد الشریان هم شامل وو۔ د زيارت په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو،سيمه ايزي سلامتيا او په دوه اړخيزه دفاعی مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډلو اداره جاتی اړېكو لا قوي كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې ګټه ورې دفاعی مرستي زياتولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د کویت پلاوي سيمه ايز امن او استحکام لپاره د پاكستان د وسله والو ځواكونو پیشه وره پوهه ، آپریشنل چمتو والے او د قدر وړ خذمات وستائيل۔ ملاقات كښې د پاکستان او کویت د دې عزم توثیق وشو چې خپلو كښې به تاریخی او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو ٬ تل پاتي او د شريكي مرستې دفاعي همكاري لا مستحکمولې شي چې ورسره به سيمه ايزې سلامتيا او استحکام ته وده ترلاسه شي۔











