دفاع وزیر خواجه محمد آصف سره د کویت خپل هم منصب په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات،  د پاکستان او کویت ترمينځه  د “پروټوکول لوظ نامه 2026” لاس ليك شوه

  پينډۍ 27 اګست (اے پي پي) دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د کویت خپل هم منصب شیخ عبدالله علی عبدالله السلیم الصباح په مشرۍ كښې د اعلیٰ كچ يو پلاوي د دفاع وزارت كښې وليدل۔پلاوي كښې د کویت د وسله والو ځواكونو چیف آف جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل خالد درج سعد الشریان هم مشامل ؤ ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه …

 

پينډۍ 27 اګست (اے پي پي) دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د کویت خپل هم منصب شیخ عبدالله علی عبدالله السلیم الصباح په مشرۍ كښې د اعلیٰ كچ يو پلاوي د دفاع وزارت كښې وليدل۔پلاوي كښې د کویت د وسله والو ځواكونو چیف آف جنرل سټاف لیفټیننټ جنرل خالد درج سعد الشریان هم مشامل ؤ ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې دوه اړخيزه دفاعي اړيكو، امنيتې مرستې او د پاکستان او کویت دفاعی رابطو لا مستحکمولو ته خاص پام لرنه وشوه۔د زيارت په ورځ د دفاع وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د پاکستان او کویت ترمينځه د “پروټوکول لوظ نامه 2026” لاس ليك شوه چې ورسره به  د “دفاعی مرستې لوظ نامې 2023” ترمخه د شته  عسکري مرستې ډھانچه كښې ښه والے راشي۔د نوې لوظ نامې ترمخه به د پاکستان وسله وال ځواكونه د کویت وسله والو له تربيه،د كار استعداد زياتولو، سرحدي انتظام او د دفاعی مرستې د نورو ترسره شوو څانګو پشمول بيلو چارو كښې معاونت وركوي۔دا لوظ نامه د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي اړيكو بنیاد جوړويدونكې اعتماد، شريك احترام او شريكي سټریټجکي ګټو عكاسي كوي۔ دغسې دواړو ډلو د شريكي سلامتيا او سيمه ايز امن او استحکام لپاره د دې شراکت دارۍ لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں