ملګري ملتونه 27 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د مينځني ختيز په اړه مياشتنيزه غونډه كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ باوجود د فلسطينيانو وژلو او د اسرائيلي پوځي بريدونو په اړه سخته پوښتنه وكړه ۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل كه جنګ بندي برقرار ده نو بيا غزه كښې بريدونه او وګړي ولي وژلې كيږي؟ ده …
د جنګ بندۍ باوجود غزه كښې بريدونه څنګه كيږي٬ د پاکستان په سلامتي کونسل كښې پوښتنه
ملګري ملتونه 27 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د مينځني ختيز په اړه مياشتنيزه غونډه كښې په غزه كښې د جنګ بندۍ باوجود د فلسطينيانو وژلو او د اسرائيلي پوځي بريدونو په اړه سخته پوښتنه وكړه ۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد ووئيل كه جنګ بندي برقرار ده نو بيا غزه كښې بريدونه او وګړي ولي وژلې كيږي؟ ده ووئيل جنګ بندي د امريکې لخوا د غزه لپاره د 15 نکاتي امن منصوبې وړومبے او بنيادي اقدام دے۔د پاکستان استازي مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل د غير قانوني آبادکارۍ په هلو ځلو هم د سختو ټكونو كولو سره ووئيل تش په نوم د ’’اي ون‘‘ آبادکارۍ منصوبه د لويديزې غاړې قطبي او سوئېلي برخي د يو بل څخه جلا كوي،دې سره د ګڼو فلسطينيانو په زوره د بے دخله كولو خطر دے۔ده ووئيل د آبادکارو لخوا په فلسطينيانو د تشدد پېښې هم زياتي شوي او د ملګرو ملتونو له مخې د 2026 په پيل كښې هره مياشت نزدې 190 بريدونه ريکارډ شوي،كوم چې د نه قبلولو وړ دي او د سمدستي كاروائي متقاضي دي۔د پاکستان استازي ختيز بيت المقدس كښې د انروا قلنديه په تربيتي مرکز كښې د اسرائيلي ځواكونو په داخله او د فلسطين اتھارټي د 6 اربه ډالره څخه د زيات کليئرنس ريونيو په بندولو هم د اندېښنې څركڼدونه وكړه۔












