د مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف بيرسټر سيد افتخار علي ګيلاني د آزاد جمو و كشمير د وزيراعظم چوكۍ لپاره كانديد  ونومولو

  اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف بيرسټر سيد افتخار ګيلاني د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم چوكۍ لپاره خپل كانديد غوره كړے۔د زيارت په ورځ په ايكس خپل پوسټ كښې د پنجاب سينئر وزيرې مريم اورنګزيب ووئېل د پاكستان مسلم ليګ٠ن)صدر محمد نواز شريف بيرسټر سيد افتخار علي ګيلاني د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم چوكۍ لپاره كانديد غوره كړے۔د پاكستان …

 

اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف بيرسټر سيد افتخار ګيلاني د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم چوكۍ لپاره خپل كانديد غوره كړے۔د زيارت په ورځ په ايكس خپل پوسټ كښې د پنجاب سينئر وزيرې مريم اورنګزيب ووئېل د پاكستان مسلم ليګ٠ن)صدر محمد نواز شريف بيرسټر سيد افتخار علي ګيلاني د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم چوكۍ لپاره كانديد غوره كړے۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر محمد نواز شريف د بيرسټر سيد افتخار علي ګيلاني د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم په چوكۍ انتخاب لپاره د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولو هدايت كړے دے۔د يادونې وړ ده  بيرسټر افتخار ګيلاني په ټول ټاكنو كښې د مظفرآباد ښار نه كامياب شوے كوم چې د دې نه پس د ټيكنو كريټ په خاص چوكۍ هم ټاكلے شوے  ؤ ٬هغه به د آزاد كشمير 17م وزيراعظم وي او په خاص چوكۍ ټاكلے كېدونكے به دويم وزيراعظم وي۔د دې څخه وړاندې سردار عبدالقيوم خان د علماﺀ مشائخ په چوكۍ كاميابېدو سره د وزيراعظم په چوكۍ پاتې شوے دے۔د دې څخه وړاندې د قانون ساز اسمبلۍ سېكرټري لخوا د وزيراعظم انتخاب لپاره ترميمي شيډول جاري كړے شوے چې له مخې يې د نوي وزيراعظم انتخاب به د اګست په 28مه نيټه د جمعې په ورځ دوه بجې د قانون ساز اسمبلۍ په ودانۍ كښې كيږي۔