اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د خزانې صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي په هېواد كښې د مالياتي د آسانيو دائره پرله پسې پراخه كړې كيږي ٬ د كورونو جوړولو ٬كركيلې ٬وړوكې او د مينځومانې كاروبار٬اليكټرك ګاډو او د برآمدات لپاره مالي وسائل وركولو كښې په زړه پورې زياتوالے روان دے چې په نتيجه كښې يې معاشي استحكام ٬ سرمايه كارۍ٬پېداوار٬روزګار او تل پاتې معاشي پرمختګ په موقعو …
په هېواد كښې د مالياتي سهولتونو دائره لا پراخه كړې كيږي۔د خزانې صلاحكار خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي)د خزانې صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي په هېواد كښې د مالياتي د آسانيو دائره پرله پسې پراخه كړې كيږي ٬ د كورونو جوړولو ٬كركيلې ٬وړوكې او د مينځومانې كاروبار٬اليكټرك ګاډو او د برآمدات لپاره مالي وسائل وركولو كښې په زړه پورې زياتوالے روان دے چې په نتيجه كښې يې معاشي استحكام ٬ سرمايه كارۍ٬پېداوار٬روزګار او تل پاتې معاشي پرمختګ په موقعو د بدلولو هڅه په تندۍ سره شوې۔د زيارت په ورځ په سماجي رابطه ويب پاڼه خپل يو بيان كښې ده ووئيل تر جامع مالياتي آسانيو رسنې په اړه د روان پېشرفت له مخې د جون 2026 نه بيلو څانګو كښې ښكاره ښه والے ريكارډ شوے چې مقصد يې د زيات ونه زياتو كسان٬كروندګر او كاروباري ادارې د رسمي مالياتي نظام سره تړل او دې ته د پرمختګ يو برابر موقعې وركول دي۔خرم شهزاد ووئيل د اپنا ګهر هاؤسنګ فنانس پروګرام له مخې د پورونو په منظورۍ كښې 84 فيصد زياتوالے راغلے او د منظور شوي مالي معاونت حجم نزدې يو په دوه زياتېدو سره تر 280 ارب روپو رسېدلے دے۔د كورونو لپاره د پورونو وركولو كښې هم 59 فيصد زياتوالے ريكارډ كړے شوے كومو څخه چې زياتو كورنيو ته د خپل كور جوړولو يا اغستو لپاره تر رسمي مالياتي آسانيو رسنه ترلاسه شوې٬دغسې د كركيلې په څانكه ګښې نزدې يو لك 15 زره نوو كسانو ته د پور اغستو لپاره مالي آسانۍ وركړی شوي دي ۔











