پاكستان د نورو هېوادونو سره په ګډه د ايران او امريكې ترمينحه شته تعطل لرې كولو لپاره مخلصانه هڅې كوي  ۔د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي پاكستان  د نورو هېوادونو سره په ګډه د خليج او مينځني ختيز بحران په خاص توګه د ايران او امريكې ترمينځه  شته تعطل لرې كولو لپاره مخلصانه هڅې كوي ۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل په سيمه ايزه كچه چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز …

 

اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي پاكستان  د نورو هېوادونو سره په ګډه د خليج او مينځني ختيز بحران په خاص توګه د ايران او امريكې ترمينځه  شته تعطل لرې كولو لپاره مخلصانه هڅې كوي ۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل په سيمه ايزه كچه چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اګست په 24مه نيټه د پاكستان روانو سفارتي هڅو په لړ كښې د تهران دوره كړې د كومې مقصد چې د امريكې او ايران ترمينځه د شخړې خاتمې او د آبنائے هرمز بيا پرانستلو هڅې مخ په وړاندې بوتلل دي۔ده ووئيل په خبرو اترو كښې سيمه ايز تاؤ تريخوالي كښې كمي ٬د تعطل خاتمې او  د سيمه ايز امن او استحكام بحالۍ لپاره د خبرو د لارې د شخړو د هواري  امكانات جاج اغستو ته پام لرنه شوې ده ۔وياند ووئيل دې دورې د امريكې او ايران ترمينځه اختلافات كمولو كښې د پاكستان مخلصانه او رغنده كردار رامخې ته كړے۔ده ووئيل د ايران مشرتابه د خبرو ٬تاؤ تريخوالي كښې كمي او د شخړې امناكه هواري لپاره د پاكستان هڅې ستائېلې دي۔ده ښكاره كړه چې ځينې خلق  دا ادعا كوي چې چيف آف آرمي اسټاف و چيف آف ډيفنس فورسز د صدر ټرمپ يا امريكې استازي په حېث د ايران دوره كړې كومه چې ګمراه كونكې او د حقائق په ضد ده ۔وياند ووئيل د هغه دوره په خاص توګه د پاكستان د روان ثالثۍ كردار په لړ كښې او په پس منظر كښې شوې ده ۔وياند ووئيل  دې مهم پېشرفت سره سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار هم په منطقه كښې د خپلو مهمو منصوبو سره پرله پسې په رابطه كښې پاتې شوے۔وياند ووئيل  نائب وزيراعظم د اګست په 14مه نيټه د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي سره خبرې كړي چې پكښې په بنيادي توګه په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ده ووئيل په 17 ٬ 19 او 25 اګست نائب وزيراعظم د تركيې خارجه وزير حاقان فيدان سره په سيمه ايز صورتحال٬ د مرستې په وده او د سيمه ايز امن او استحكام لپاره د خبرو او سفارت كاري په اهميت خبرې  كړي۔د خارجه دفتر وياند ووئيل د اګست په 24مه نيټه نائب وزيراعظم د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره خبرې كړي چې پكښې د خپلو نزدې دوه اړخيزه اړيكو پخلے شوے او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې او بكښې په خبرو اترو ٬سفارت كارۍ او د اسلام آباد په مفاهمتي يادښتونو په عملدرآمد خاص زور راوړے شوے۔ده ووئيل د پاكستان سفارتي رابطې او هڅې په فعاله توګه  به روانې ساتلې شي او نړۍ د دې  مخلصانه هڅو ملاتړ كوي د كومو مقصد چې امن٬د خبور بحالي او د  شخړې يو جامع٬منصفانه او تل پاتې هوارے لټول دي۔