د وکيلانو مسئلو حل كولو لپاره به د بار ايسوسي ايشنز سره رابطه لا مؤثره كولې شي۔اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وکيلانو مسئلو حل لپاره به د بار ايسوسي ايشنز سره رابطه لا  مؤثره كولې شي۔وياند له مخې د قانون وفاقي وزير سره تيره ورځ د مختلف بار ايسوسي ايشنز عهديدارو او وكيلانو لارښودو ملاقاتونه وكړل چې پكښې د وكيلانو په پيشه وره او د بار ايسوسي ايشنز په په …

 

اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وکيلانو مسئلو حل لپاره به د بار ايسوسي ايشنز سره رابطه لا  مؤثره كولې شي۔وياند له مخې د قانون وفاقي وزير سره تيره ورځ د مختلف بار ايسوسي ايشنز عهديدارو او وكيلانو لارښودو ملاقاتونه وكړل چې پكښې د وكيلانو په پيشه وره او د بار ايسوسي ايشنز په په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پينډۍ هائي کورټ بار ايسوسي ايشن او پينډۍ ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن صدور و عهديدارو هم د قانون وفاقي وزير سره ملاقات وكړو او وكيلانو ته د پېښو مسئلو نه وفاقي وزير  خبر كړو۔د هائي کورټ بار ايسوسي ايشن بهاولپور صدر، خانيوال ډسټرکټ بار ايسوسي ايشن، جهانياں بار ايسوسي ايشن او کبير والا بار ايسوسي ايشن صدور و عهديدارو د قانون وفاقي وزير سره ملاقاتونه وكړل۔سېنېټر اعظم نذير تارړ د مختلف بار ايسوسي ايشنز د استازو  هركلے وكړو او د انصاف او قانوني نظام ښه كولو كښې يې د وكيلانو کردار مهم وګرځولو۔

مزید خبریں