پاکستان به په بشکيك كښې د اېس سي او مشرانو کونسل غونډي نه پس د تنظيم صدارت سنبھالوي ۔ د خارجه دفتر وياند

  اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) پاکستان به د 31 اګست نه تر 01 ستمبر بشکيك کرغزستان كښې د كيدونكې شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډي نه پس يو كال لپاره د اېس سي او صدارت سنبھالوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په دې لړ كښې به وزيراعظم محمد شهباز شريف د بشکيك دوره كوي،چرته به …

 

اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) پاکستان به د 31 اګست نه تر 01 ستمبر بشکيك کرغزستان كښې د كيدونكې شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) مشرانو كونسل غونډي نه پس يو كال لپاره د اېس سي او صدارت سنبھالوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په دې لړ كښې به وزيراعظم محمد شهباز شريف د بشکيك دوره كوي،چرته به چې د اېس سي او مشرانو کونسل په غونډه كښې د ګډون نه علاوه د کرغزستان قيادت سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔ وياند ووئيل د پاکستان د اېس سي او صدارت تر ټولو مهم خصوصيت 2027 كښې اسلام آباد كښې د پاکستان په کوربتوب كښې د اېس سي او مشرانو د کونسل غونډه ده ۔ وياند ووئيل د وزيراعظم د کرغزستان دورې حتمي نيټو او پروګرام پشمول نور تفصيلات به يو څو ورځو كښې جاري كړے شي۔