اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ضلع بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د دې عملياتو په مهال د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د ترهه …
وزيراعظم په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزونئې وړاندې كړې
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ضلع بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د دې عملياتو په مهال د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ده ووئيل د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي يو۔












